نړيوال سياست کې د سياسي لوبغاړو شتون د ريالېزم، لېبرالېزم، مارکسېزم، فېمېنزم او نورو سياسي پوهنځيو د بحث پراخه موضع او دريځ - نېونه ده. د پورته مکتبونو له منځه ريالېزم په دې ټېنګار کوي، چې دولتونه په نړيوالو اړيکو او سياست کې لومړني او اخيري لوبغاړي دي او همدا دولتونه دي چې نړيوال سياست کې د صفر او جمع لوبه وړاندې وړي. د ريالېزم په مقابل کې ای-ډيالېزم او لېبرالېزم په نړيوال سياست کې د لوبغاړو په ډېرګړيتوب ټېنګار کوي او استدلال کوي چې نړيوالو اړيکو کې د دولتونو ترڅنګ څو مليتي شرکتونه، نړيوال سازمانونه او نور حقوقي اشخاص هم شتون لري او د نړيوال سياست لوبه يوازې د دولتونو ترمنځ نه ده.
څه ډول چې د ريالېزم او ای-ډيالېزم له نومونو ښکاري، په عمل کې هم دغه دوه پوهنځي په هم دې ډول سره روان دي. د دولتونو وراېخوا په نړيوال ډګر کې د څو مليتي شرکتونو او نورو لوبغاړو شتون ای-ډيالېزم دی او په همدې ډول په خيال پلوۍ کې پاتې مسله ده. له بلې خوا، ريالېزم دا استدلال کوي، چې دولتونه د لومړۍ او وروستۍ پرېکړې رېښتنی واک لري او په نړيوالو اړيکو کې نور ټول لوبغاړي د همدې دولتونو د نرم ځواک مهمه برخه ده چې د نيغې دننه کېدنې پر ځّای پر غير مستقيم ډول ښه اغېز لري.
که څه هم تر نن ورځې پورې ځيني پوهان د څو قطبي او دوه قطبي نړۍ بحثونه وړاندې کوي، خو غوڅ اکثريت په دې باور دي، چې د سړې جګړې له پای وروسته نړۍ يو قطبي شوې او امريکا يې هجمون يا زبرځواک دی. له سړې جګړې وروسته، په دواړو اړخونو - سخت او نرم ځواک کې امريکا مخکښه ده. د امريکا د نرم قدرت ستره برخه لوېديځې رسنۍ، د فېسبوک، ټوېټر، ګوګل او يوټيوب په څېر ټولنيز پلټفًرمونه؛ او د آپل په څېر نور څو مليتي شرکتونه دي.
د امريکايي فرهنګ، د امريکا ملي ګټو، د امريکا بهرني سياست په پلي کېدو کې، دوی ستره ونډه او برخه لري. که د بېلګې په ډول فېسبوک، ټوېټر او ګوګل باندې فکر وکړو، نو پوهه به شو، چې دوی د امريکا د بهرنۍ پالېسۍ اساسي برخه ده او داسې څه چې دوی خپلواک او په ازاد مارکېټ کې شتون لري، نه تر سترګو کېږي.
فېسبوک او ټوېټر نيغ په نيغه هغه چا سره جګړه کې دي، کوم څوګ چې د امريکا د ګټو خلاف وي. لنډ مثال يې افغانستان دی. ټول هغه حسابونه په تېر او اوس کې د فېسبوک له خوا تړل کېږي چې د طاـلبانو په ملاتړ فعاليت کوي. حتی ځيني هغه ټولنيزې پاڼې هم د فېسبوک ادارې له خوا يا تړل کېږي او يا هم له بنديزونو سره مخيږي، چې په خپلواکه ډول سره د اوسني حکومت او يا په تېر کې يې د اسلامي امارت په اړه يې ليکل او خپرول کول. ورته پالېسي يوټيوب هم لري خو بيا ګوګل او ټوېټر دا ډول لوبې په بل ډول وړاندې کوي.
له افغانستان وراېخوا، کله چې روسيې پر اوکراين بريد وکړ نو تر نن ورځې لوېديځو رسنيو، فېسبوک، ګوګل او ټوېټر څو مليتي شرکتونو د مسکو پر وړاندې کټ - مټ هغه دريځ نېولی دی، کوم چې امريکا د پردې تر شا او د پر وړاندې لري. روسيه کې يې خپل فعاليتونه بند او له زلېنسکي يې د نړۍ اتل جوړ کړی دی. د اوکراين په ګټه او روسيې پر وړاندې يې پراخه تبليغاتي جګړه پيل کړې ده.
د څو مليتي شرکتونو د بې پرېتوب او خپلواکۍ موضوع په هېڅ ډول شته کېدای نه شي او دا مسله څرګنده ده چې دا ډول شرکتونه او بنسټونه د مور وطن د بهرنيو پاليسو مطابق وړاندې تګ کوي او هر کله چې ورته لارښوونه وشي، نو بيا په ښکاره ډول د مور وطن، يانې د هستې هېواد د ګټو په پار دريځ نيسي.
هېڅ داسې څو مليتي شرکت به پيدا نه شي، هغه په بې پرې ډول او پرته له سياسي موخو فعاليت ولري. اوس وخت کې دغه شرکتونه د سترو هېوادونو د نرم قدرت مهمه برخه ده او په هغه ډول سره فعاليت کوي، کوم چې د سترو هېوادونو په بهرنيو پاليسو کې ورته ځای پر ځای شوي دي.
وروستي