د ټوټې شوي جمعيت ګوند بيا پيوند؛ د عطا او مسعود روغه

نېږدې کال وړاندې د جمعيت ګوند په منځ کې ژور درز پيدا او دا حزب يې دوه ټوټې کړ؛ صلاح الدين رباني او احمد ضياء مسعود يوې خوا؛ د عطامحمد نور په مشرۍ د جمعيت ګوند نور مخکښ بلې خوا شول. احمد ضياء مسعود او صلاح الدين رباني په جمعیت کې له ملګريتا وراېخوا کورنۍ اړيکې هم لري. احمد ضياء مسعود د برهان الدين رباني زوم دی او په دې سره دی او صلاح الدين رباني سره ښه ملګرتيا پالي‌‌. 

هغه وخت چې صلاح الدين رباني له عطا محمد نور سره په ټکر کې شو؛ د جمعيت ګوند له مخکښو څېرو يوازې احمد ضياء مسعود وو چې صلاح الدين رباني سره په ښکاره ودرېد او محمد اسماعيل خان بيا په غير مستقيم ډول له صلاح الدين رباني سره وو. احمد ضياء مسعود او صلاح الدين رباني دوه په دوه سره پاتې شول او تر نن يې ملګرتيا ده. صلاح الدين رباني او احمد ضياء مسعود له څو کلونو راهيسي له درېيو خواوو سره وران دي. دوی له ولسمشر محمد اشرف غني سره خلاف دي، ډاکټر عبدالله عبدالله سره مينه کمه شوې ده او په وروستيو کې يې د جمعيت ګوند دننه له خپلو پخوانيو ملګرو جدا شوې دي. 

لنډه دا چې صلاح الدين رباني او احمد ضياء مسعود د جمعيت ګوند يو ریاست او عطامحمد محمد نور او ملګرو يې بل ریاست اخېستی په غاړه دی. دوی په رسمي سره وېشل شوې او د يو بل په مقابل کې دي. په رسنيز او نورو ډګرونو کې د صلاح الدين رباني او عطامحمد نور دوه جمعيتونه د يو او بل پر وړاندې څرګندونې کولې او جمعيت ګوند هر يو  خپل ميراث ګڼي. 

اوس وخت کې چې هېواد کې جګړه تېزه شوې نو يو شمېر پخوانۍ جهادي څېرې د طالبانو پر وړاندې سنګر ته وتلې دي‌. د جهادي څېرو له منځه صلاح الدين رباني او احمد ضياء مسعود هغه کسان دي چې په خپله د جګړې ډګر ته نه ځي خو کله له يو او کله له بل هغه جهادي ملاتړ کوي چې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي. صلاح الدين رباني هرات کې له تورن محمد اسماعيل خان ملاتړ اعلان کړ او بيا اوس تازه احمد ضياء مسعود د خپل سياسي مخالف عطا محمد نور څخه د ملاتړ ويلي او پر فېسبوک يې لیکلي دي، چې د جنرال عطامحمد نور او تورن اسماعیل خان له جګړيز دریځ ملاتړ کړی. 

د احمد ضياء مسعود دا وروستی دریځ په ګوته کوي چې نوموړي له صلاح الدين سره په سلا د کار کړی او له خپلې انزوا ستړي شوي دي. صلاح الدين رباني او احمد ضياء مسعود باندې ولسمشر هم داسې پوره پام نه کوي او ډېر ورته د اغېز وړ نه دي. صلاح الدين رباني او احمد ضياء مسعود اوس په دې هڅه کې دي چې خپل ټوټه شوی او کمزوری شوی جمعيت سره يو کړي او د طالبانو پر وړاندې جګړه پيل کړي چې د دويم مقاومت نوم يې ورکړی دی. 

احمد ضياء مسعود، صلاح الدين رباني او يو شمېر نورو د پخوانۍ شمال ټلوالې غړي هڅه کوي چې اوسنۍ روانه جګړه قومي او د کورنۍ جګړې په بڼه کړي. که چیرې اوسنۍ جګړه قومي او کورنۍ شي نو د احمد ضياء مسعود او صلاح الدين رباني په څېر څېرې به په کې د ګټو بل چانس پيدا کړي او خپلې موخې به پکې خوندي کړي.