پنجشېر دې مهار شي

افغانستان کې اوس طالبانو بشپړ واک تر لاسه کړی دی او هڅې هم داسې روانې دي، چې داسې يو حکومت به جوړ کړي چې ټول افغانان به په کې خپل ځانونه وګوري. طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړې او په ورته وخت کې سیاسي هڅې کيږي چې په کور دننه او نړيوالو ته د منلو حکومت رامنځ ته شي. 

يوه ستره ستونزه چې اوس مهال شتون لري هغه د پنجشېر ولايت همداسې پاتې کېدل چې د مرکزي حکومت برخه نه ده او له بلې خوا د ځينو هېوادونو دا هڅې چې د تېر حکومت او پخوانۍ شمال ټلوالې مخکښ داسې په لاس کې واخلي چې د طالبانو پر وړاندې به دريږي. 

پر کابل د طالبانو د واک اخېستو دوه ورځې تيريږي او يوازينی ولايت چې تر اوسه پاتې دی، پنجشېر دی. د هرې ګړۍ په تېرېدو سره پنجشېر په داسې يوې سیمې اوړي چې بيا به يې طالبانو ته تر لاسه سخت او پر جګړه وي. 

د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال امر الله صالح او د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود اوس پنجشېر کې دي او د طالبانو پر وړاندې د مقاومت او دریدو وايي. خدای مه کړي که چېرې د نړۍ د شريره هېوادونو لاسونو هم دوی ته ورسیږي نو افغانستان به يو ځل بيا د چريکي جګړې ليکو ته دننه شي چې له امله به يې د تل پاتې او ټول شموله سولې هيلې مړاوي شي. 

احمد مسعود له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې دی په پنجشېر کې دی او هغه خبرې چې پنجشېر سقوط شوی او يا دی ورڅخه تللی دی، بې بنسټه بللې دي. احمد مسعود زياته کړې ده چې دی له خپلو خلکو سره دی او د منسجم کېدو په حال کې دي. په ورته وخت کې امرالله صالح هم پر خپل ټوېټر حساب لېکلي دي، چې افغانستان نه پرېږدي او له خلکو يې غوښتي چې په مقاومت کې ورسره يو ځای شي. 

د طالبانو رهبري هم په دې چوپ ده چې ولې پنجشېر د افغانستان د ۳۳ ولايتونو سره په توپیر پرته له حکومتولی پاتې شوی‌ دی. کله چې طالبان د يوې اوونۍ دننه ستر او کوچني ولایتونه نېولی شي نو دا هم ورته ډېره اسانه ده چې په وګړيز او د  پراخوالي له اړخونو کوچنۍ پنجشېر سيمه هم د ساعتونو په موده کې ونېسي. 

د طالبانو له خوا د پنجشېر نېول سبب کیږي چې افغانستان کې يو غښتلی مرکزي حکومت به جوړ او هغه قومي او ژبني درزونه چې په دې څلورو لسيزو کې رامنځته شوي دي، له منځه به لاړ شي. د پنجشېر په نېولو سره افغانستان کې د کورنيو او چريکو جکړو ويرې او شونتياوې هم پای مومي او ځيني افغان دښمنه هېوادونه هم نه شي کولی چې په افغانستان کې خپلې ناوړه پروژې له دې لارې پلې کړي. د طالبانو او پنجشېر مشرانو ته په کار ده چې په سوله ييز ډول پنجشېر مرکزي حکومت ته تسلیم کړي او هڅه بايد په دې وشي چې هلته د هر ډول وينې تويدنې او جګړې مخه ونېول شي. 
​​​​