اندونېزيا؛ نړۍ کې د مسلمانانو ترټولو ستر هېواد

د اندونيزيا کلمه د لاتينې ژبې له  Indos کلمې اخېستل شوې ده، چې د هندوستان د ټاپوزمو مانا ورکوي. دغه نوم نوی دی او عمر یې يوازې اتلسمې پېړۍ ته رسيږي. اندونېزيا کې موندل شوي پاتې شوني په ګوته کوي، چې له ۵۰۰ زره نېولې بيا تر دوه نيم مېلېون کاله وړاندې ياده خاوره کې ژوند شوی دی. 

حکومت او سياست: 
له تېرو دوه لسيزو اندونېزيا کې ګڼيز ګوندي‌سېسټم رامنځ ته شوی دی. اوس مهال د دغه هېواد سياسي سېسټم ولسمشريز دی. ولسمشر هم د دولت او هم د حکومت مشر وي او د پنځو کالونو لپاره ټاکل کيږي. د اندونيزيا سياسي سېسټم تر ډېره د افغانستان په څېر دی. دغه هېواد د هالنډ تر استعمار لاندې وو او د دويمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې خپلواکي اخېستي او څلور کاله وروسته یې خپلواکي په رسميت پېژندل شوې ده.اندونېزيا د ملګرو ملتونو سازمان له جوړېدو يو کال وروسته د ياد سازمان غړی هېواد شو. دغه هېواد د نړيوالو او سيمه ییزو سازمانانو کې له فعال غړېتوب وراېخوا د نړۍ له ۱۳۲ هېوادونو سره دوه اړخيزې سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکې او ۹۵ هېوادونو کې سفارت خونې لري. د افغانستان د سولې بهير کې اندونزيا فعاله برخه اخېستله او د څو ناستو کوربتوب یې کړی.  

پراخوالی او وګړي: 
اندونيزېيا نېږدې دوه مېلېونه کليو متره مربع پراخوالی لري او د خاورې پر بنسټ د نړۍ ۱۴ تر ټولو ستر هېواد شمېرل کيږي. اندونيزيا ۲۳۷ مېلېونه وګړي لري او د نړۍ ۴م ترټولو ستر هېواد دی. د دغه هېواد اکثريت يا ۸۶ سلنه وګړي مسلمانان او بل ستر لږکي یې چې لس سلنه کيږي عيسويان دي.  د وګړو  پر بنسټ د مسلمانانو ډېر نفوس لرونکی اکثريت هېواد اندونيزيا ده. 

د اندونيزيا ولس د Pañcasīla په نوم سياسي اېډيالوژۍ سره تړلي دي. دغه ايډيالوژي پنځه اصلونه لري: 
۱- په يو رېښتني خدای بارو؛ 
۲- متدينه انساني ټولنه؛ 
۳- د اندونيزيا يووالی؛ 
۴- ديموکراسي؛ 
۵- او د اندونېزيا هر وګړي ته ټولنيز عدالت. 

د اندونيزيا پوځي او اقتصادي ځواک: 
 د اندونيزيا پوځ ۷۵ کلن دی. څلور لکه انساني ځواک لري. اندونيزيا مخ پر وړاندې اقتصاد لري او ۱۵م ترټولو ستر اقتصادي ځواک دی. د اندونيزيا نيمايي وګړي د غريبۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. اندونيزيا د طعبي ګاز او خامو تيلو په توليد کې مخکښ خو بيا ماشينونو او د ټېکنالوژۍ برخه کې یې لاس نورې نړۍ ته غځولی. د اندونيزيا د پيسو ډول اندونزيايي روپۍ نوميږي او ارزښت یې خورا ټيټ دی. يو امريکايي ډالر نېږدې ۱۴زره اندونيزيايي روپۍ کيږي. 

د اندونيزيا په اړه شپږ  په زړه پوير خبرې: 
  ۱- اندونيزيا له ټاپوګانو جوړ هېواد دی. د حکومت د مالوماتو پر بنسټ دغه هېواد کې ۱۷ زره ټاپوګان شتون لري. 

۲- دې ۲۱مه پېړۍ کې هم د اندونيزيا يو شمېر اوسېدونکي چې ښاري سيمو سره نېږدې هم پراته دي په ځنګلونو کې اوسيږي او ځنګلي ژوند لري. 

۳- اندونزيا کې د اورغورځونې پېښې ډېرې کيږي. دغه هېواد ۱۲۷ مرګوني د اور غورځونې غرونه لري. 

۴- د اندونيزيا په ځيني ټاپوګانو کې تر اوسه هم رېښتني آژدها يا ر پيدا کيږي. 

۵- د نړۍ ترټولو ستر ګل چې ۱۵ پونډه وزن لري او ترټولو کوچنی ګل چې اندازه یې تر يو انچ ده په اندونيزيا هېواد کې دي.