د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ مغولستان یا منګولیا

 دغه هېوادپه وچې پورې تړلی او په ختیځې آسیا کې پروت هیواد دی. پلازمینه یې اولان باتور ښاری دی. د منګوليا کلمه د Mongol کلمې څخه اخېستل شوې ده او د lia ورستاړی د ځمکې مانا ورکوي. د Mongol کلمه بيا د ابدي اسماني اور مانا ورکوي. لرغون پوهانو لېکل دي چې له نن ۱۸۵۰۰۰ کاله وړاندې انسانانو منګوليا کې ژوند کړی. د انساني ژوند بل پرمختللی تمدن ۴۰ زره کاله وړاندې منګولیا کې پيل شوی. 

حکومت او سياست: 
د منګولیا د حکومت ډول نيمه ولسمشریز دی. نيمه ولسمشريز په دې مانا چې هم ولسمشر او هم لومړی وزير شتون لري. دغه ډول حکومت کې ولسمشر د خلکو په رايو د يوې ځانګړې مودې لپاره ټاکل کيږي. لومړی وزير د ولسمشر له خوا ټاکل کيږي خو بيا کابينه د ولسمشر په منظورۍ د لومړي وزير له جوړيږي.  د اساسي قانون اړوند منګوليا ګڼيز ګوندي سېسټم لري؛ د منګوليا د خلکو ګوند  Mongolian People's Party او ديموکرات ګوند یې دوه مخکښ ګوندونه دي. منګوليا د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله له خپلو دوه ګاونډيانو، چين او روسیې سره نېږدې او اوږددې اړيکې لري. له چين او روسیې سره د منګوليا راکړه - ورکړه نوي سلنه ده.  دغه هېواد د نړۍ له ۱۸۸ هېوادونو او همدا ډول فلسطين سره سياسي او ډپلماټيکې اړيکې پالي. منګوليا او افغانستان له تېر سره سياسي اړيکې درلودې خو په ۲۰۱۳ کې منګوليا خپل تړل شوی سفارت کابل کې بيا پرانېست. 

 وګړي او پراخوالی: 
منګوليا يو نيم مېلېونه کيلو متره مربع پراخوالی لري او د خاورې پر اساس د نړۍ ۱۸م تر ټولو ستر هېواد دی. د پراخوالي په پرتله د منګوليا د وګړو شمېر ډېر کم دی. منګوليا څه د پاسه درې مېلېونه وګړي لري او د نړۍ د کوچنيو هېوادونو په ډله کې دی. د وګړو پر اساس منګوليا یې د نړۍ ۱۳۴ درجه هېواد حساب شوی. د منګوليا اکثريت وګړي بودايي دي، ورپسې ۳۸ سلنه یې بې دينه او د مسلمانانو سلنه یې ۳ ته رسيږي. په قومي جوړښت کې مغول قوم ۹۴ سلنه دی. مغوليان د نړۍ په کچه نېږدې لس مېلېونه قوم دی، چې تر ټولو ډېر یې چين او بيا اکثريت یې منګوليا کې مېشت دي. د ۱۲م ميلادي پيړۍ ستر يرغلګر چنګيز خان هم په قوم مغول وو. 
پوځي ځواک: 
منګوليا اوس مهال ۳۵زره تيارسی پوځ او تر نیم لکه ساتل شوی پوځي انساني ځواک لري. دغه هېواد د امريکا له خوا پر عراق د يرغل ملاتړ وکړ او هغه مهال یې نېږدې زر پوځيان عراق ته لېږلي وو. د نړۍ په سطحه د د منګوليا پوځ ۱۰۵ ځای لري. دغه هېواد ۲۱۰ مېلېونه امريکايي ډالر هر کال پر خپل پوځ مصرفوي. 

د منګوليت په اړه پنځه نه ويل شوې خبرې:
۱- د منګوليا د خلکو په اړه ويل کيږي چې ملېمه پاله دي. هغه خلک چې د غرونو په لمنو کې اوسيږي، هر وخت د ګرځندويه د مېلمه پالنې شيبې پالي. 

۲- چنګيز خان د منګوليا خلکو ته د درناوي وړ دی او د منګوليا د بنسټګر په توګه یې پېژني. 

۳- لرغون پېژندونکي وايي چې يو وخت منګوليا د ډاينسورانو هېواد هم وو. 

۴- د شمالي کوريا او منګوليا وګړي سره تاريخي تړنې لري. 

۵- د دويمې نړیوالې جګړې پر مهال دغه هېواد خپلواکه وو.