د نړۍ هېوادونو سره بلد شئ؛ د مالېزيا هېواد

د حکومت ډول:
د ماليزيا هېواد نوم په انګلېسي ژبه Malaysia لېکل کيږي. دغه نوم له دوو کلمو جوړ شوی دی، چې Malay د غرني ښارګوټي چې يو قوم دی؛ او sai د ځکمې مانا ورکوي.  دغه هېواد د اسيا لویې په سويل ختيځ کې پروت دی. ماليزيا مشروطه شاهي حکومت (Constitutional monarchy) هېواد دی. که څه هم دغه هېواد يو شاهي هېواد دی خو پاچا یې د پنځو کالونو لپاره په نوبت سره د نهو ايالتونو له واليانو يو - يو ټاکل کيږي. حکومت یې فدرال دی چې د مرکزي حکومت په شتون کې ايالتي حکومتونه شتون لري. ماليزیا ۱۳ ايالتونه لري چې ۱۲ پر يو ځای او يو بل یې په يوې ټاپوزمې کې پروت دی. 
 
سياسي سېسټم:
د ماليزيا پارلمان د ولسي او مشرانو جرګو لرونکی دی، چې د مشرانو جرګې له نيمي ډېر غړي يې د لومړي وزير په غوښتنه د پاچا له خوا ټاکل کيږي او نيم غړي يې بيا له ايالتونو د ټاکنو له لارې راځي. ماليزيا کې د ولسي جرګې غړي د سياسي ګوندونو ترمنځ د سيالۍ پر اساس بريالي کيږي، او دغه هېواد کې د ګوندونو سېسټم ګڼيز دی. د مشرانو جرګې دوره درې کلنه او د ولسي جرګې دوره پنځه کلنه ده.

 له انګلستان څخه له خپلواکي وروسته ماليزيا په ۱۹۵۷ز کال کې د ملګرو ملتونو غړی هېواد شو. د ماليزيا د بهرني سياست کړنلاره تر ډېره په بې طرفۍ ولاړه ده او له ټولو هېوادونو سره عادي اړيکې ساتي. له اسرائيلو سره بيا د ماليزيا هېواد هېڅ ډول اړيکې نه لري او په رسميت یې نه پېژني. 

ماليزيا کې د تمدن په اړه ويل شوي دي چې ۴۰ زره کاله پخوا د  Negritos په نوم قوم په دغه هېواد کې ژوند کولو. ماليزيا په ۱۹۵۷ز کال کې له انګلستان خپلواکي اخېستې ده.
 
وګړي او پراخوالی:
ماليزيا ۳۳۰ زره کيلو متره مربع پراخوالی لري او د نړۍ ۶۶م تر ټولو ستر هېواد دی. د ماليزيا ۰.۳ سلنه خاوره اوبو پوښلې ده. ماليزيا ۳۳ مېلېونه وګړي لري او د وګړو پر بنسټ د نړۍ ۳۴م ستر هېواد دی. Bumiputera قوم ماليزيا کې ستر قوم دی چې په سلو کې ۶۸ سلنه دي. د دين پر بنسټ، د ماليزيا اکثريت ۶۱ سلنه وګړي مسلمانان، ۲۰ سلنه بودايان، لس سلنه عيسويان او پاتې د نورو دينونو پيرو دي. 
 
د مالېزيا اقتصاد:
ماليزيا د حکومت تر کنټرول لاندې خو ازاد اقتصادي نظام لري. د مالېزيا اقصادي نظام نوی صنعتي شوی دی او په دې پار چې ژر یې له کرنيز اقتصادي نظام د صنعتي اقتصادي نظام پر لور حرکت وکړ،  نو په همدې اساس، اسيا لويه وچه  کې دغه هېواد د ژر اقتصادي وړاندې تګ رېکارډ خپل کړ. اوس مهال د GDP يا ناخالص کورني توليد پر بنسټ، ماليزيا د اسيا په وچه درېيم او د نړۍ په کچه ۲۵ تر ټولو ستر اقتصادي ځواک لرونکی هېواد دی. پېټرول د ماليزيا د صادراتو ستره برخه ده چې بهرنيو هېوادونو ته یې ليږي. ماليزيا د بانکدارۍ په سېسټم کې نړيوال شهرت لري او همدا ډول دغه هېواد کې د نورو اسلامي هېوادونو په کچه ډېرې ښځې په کار بوختې دي. 

د مالېزيا په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- دغه هېواد کې د ودانيو څلورم پوړ په بد فال سره نېول کيږي. عقيده داسې ده چې څلورم پوړ  د مرګ زیری ورکوي. 

۲- د مالېزيا يوه ټاپوزمه د Borneo ‍ په نوم ياديږي، دغه ټاپوزمه د نړۍ درېیمه شمېره ترټولو ستره ټاپوزمه ده. 

۳- د ماليزيا په ځينو برخو کې داسې دود دی،  چې نوي واده شوي هلک او جينۍ به د درېيو ورځو او شپو لپاره رڼې متيازې تشناب کې نه کوي. 

۴- ماليزيا کې هغه ميرمن چې ماشوم یې راوړی وي، تر ۴۰ ورځو له کور نه شي وتلی، حمام نه شي کولی، سړې هوا ته بايد پاتې نه شي او جنسي اړيکې بايد تر سره نه کړي.

۵-  مالېزيا کې يوه بله عقيده دا ده چې که چېرې پيشو په تابوت ټوپ ووهي، نوموړی به د يوې بدې بلا په څېره بېرتي.