نيويارک ټايمز: ولسمشر غني د سولې خبرې ځنډوي؛ خو ولې او په کومه تمه؟ 

روهي (دوه نۍ/۱۰ د لېندۍ)، نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې بهير په اړه په خپلې یوې وروستۍ کې د سولې خبرو کې د ولسمشر غي د خنډونو رامنځ ته کولو ځنډولو لېکلي دي. نيويارک ټايمز لېکلي دي چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوي د خبرو پر کړنلارې هوکړې ته سره رسېدلي وو خو ولسمشر غني رد کړې ده. 

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د درېیو افغان حکومتي سرچينو د مالوماتو پر بنست لېکلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د کړنلارې لا جزئيات غوښتلي دي او په دې ټېنګار کړی دی چې د حکومت پلاوی باید د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي به نوم ياد شي نه په کوم بل نوم. 

نيويارک ټايمز دا هم لېکلي دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني له دغه غبرګون وروسته دوحه کې د افغان حکومت خبرې کوونکی ټيم هم په دوه برخو وېشل شوی دی، چې يوه برخه یې ولسمشر محمد اشرف غني ته وفا لرونکي کسان دي او بله برخه کې دا کړنې مايوسه کوونکې بولي او ټېنګار په دې کوي، چې د سولې جوړه شوې کړنلاره دې په همدې بڼه د ولسمشر غني له خوښې پرته ومنل شي. 

نيويارک ټايمز په دې اړه چې ولې ولسمشر محمد اشرف غني د سولخبرو کې ځنډ رامنځ ته کوي لېکلي دي چې ښايي دی په متحدو ايالتو کې د ولسمشر جوبايډن د رسمي کار پيل ته منتظر وي. دغه رسنۍ لېکلي دي چې په تېر کې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د متحدو ايالتو حکومت پر افغان حکومت فشار راوړلو چې د طالبانو ځيني غوښتنې ومني او ورسره هوکړې وکړي؛ خو اوس ښايي دلته انتظار دې ته وي، چې افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې د جوبايډن پالېسي وګوري. 

نيويارک ټايمز د ولسمشر محمد اشرف غني  يو پخواني سلاکار د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پر ځای افغان  حکومت ته د کومې بلې اصطلاح کارونې سره ولسمشر غني له پخوا مخالفت درلود او که چېرې دی دا ومني نو شونتيا شته چې خپله واکي هم له لاسه ورکړي. 

نيويارک ټايمز د ولسمشر وياند صديق صدیقي له خولې لېکلي دي چې ځينې شوې ادعاوې بې بنسټه او ويلي دي چې ولسمشر غنی د سولې خبرو د بريا هڅې کوي.