پټ ورغلی؛  بنیامن نتنیاهو له محمد بن سلمان سره کتلي 

روهي (دوه نۍ/۳ د لېندۍ)،  رسنيو سعودي عربستان ته د  اسرائيلو لومړي وزير  بنیامن نتنیاهو  پټ سفر بربنډ کړی دی.  بنیامن نتنیاهو  سعودي عربستان ته تللی؛ له وليعهد محمد بن سلمان په شمول يې له يو شمېر سعودي چارواکو سره کتلي دي. 

نوموړی په يوې خصوصي الوتکه کې د سعودي عربستان نیوم ښار ته تللی چېرته چې محمد بن سلمان او د متحدو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو يو او بل سره لېدنه درلوده. 

سعودي عربستان له اسرائيلو سره نېږدې سياسي اړيکې لري، خو تر ډېره دغه اړيکې د غبرګونونو د راپورته کېدو له امله پټې ساتل کيږي. متحد ايالات هڅه کوي، چې دسعودي عربستان او اسرائيلو اړيکې سره نېږدې او عادي کړي. 

سعودي عربستان اسلامي نړۍ کې په دې اساس تر نيوکو لاندې دی، چې دغه هېواد هغه مسووليت چې د نړۍ د هېوادونو پر وړاندې لري، نه دی تر سره کړی او له غېر اسلامي هېوادونو سره اړيکې نېږدې کړې دي.