دوړ فضل الرحمن ته: هلته (ميرانشاه) کې مو په وچ زور غونډه وکړه

روهي (يوه نۍ/۲ د لېندۍ)، د پاکستان ډموکراټیک موومنټ یا د پاکستان دیموکراسۍ خوځښت (پي ډي اېم) ټلواله کې د مولانا فضل الرحمن او پښتون ژغورنې غورنګ ترمنځ جنجال رامنځ ته شوی دی. 

مولانا فضل الرحمن په يادې ټلوالې کې د محسن دوړ له ګډون سره مخالفت ښوودلی دی او ويلي يې دي چې پښتون ژغورنې غورځنګ ميرانشاه کې پراخه ولسي غونډه وکړه په داسې حال چې هلته جمعيت علمای پاکستان ګوند ته اجازه ورنه کړل شوه. 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن دوړ د مولانا فضل الرحمن د خبرو په غبرګون کې ويلي دي چې هلته يانې ميرانشاه کې د دوی مخالفت هم کېدلو خو دوی په خپل زور ياده غونډه وکړه. 

سر چينو بي بي سي ته د  مولانا فضل الرحمان په په قول ويلي دي چې نوموړي د پېښور غونډه کې ادعا وکړه‌ چې د پاکستان پوځ د غربي نړۍ په غوښتنه پخوانۍ قبایلي سیمې په پښتونخوا ګډې کړې، چې دده له سخت مخالفت وروسته هم پاکستان دا کار وکړ.