ستانکزی او سلام ترې راستانه شول؛ دوحه کې د سولې خبرې ماتې شوې 

روهي (يوه نۍ/۲ د لېدنۍ)، رسنيو د يو شمېر سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی او د ولسمشر سلاکار سلام رحيمي په يو نااعلان شوي خبر له دوحې کابل ته راستانه شوي دي. 

طلوع نيوز د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې دوحه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ماتې شوې دي او د افغان حکومت پلاوي ځيني کسان راستانه شوي دي. 

ويل شوي دي چې د ولسمشر سلاکار سلام رحيمي او محمد معصوم ستانکزی له تېرو درېيو ورځو کابل ته راغلي دي. تر اوسه سرچينو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي. 

د سولې بين الافغاني خبرې د تېرې سنبلې مياشتې په دولسمه نېټه دوحه کې پيل خو د مياشتو په تېرېدو دواړه خواوې په دې بريالۍ نه شوې چې د خبرو لپاره سره کړنلاره وټاکي.