اسوشېټېډ پرېس: عبدالله وايي چې امريکا له افغانستانه د خپلو پوځيانو په وتلو کې بېړه کوي 

راسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د افغانستان په اړه په خپلې يوې تازه مقالې کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه ترکيه کې د مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله څرګندونې را خېستې دي. 
دغه خبري آژانس لېکلي دي چې  ترکيې ته عبدالله عبدالله د خپل سفر په ترڅ کې ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو په اړه له وخت وړاندې او ژر پرېکړه کړې ده. 

له راسوشېټېډ پرېس خبري آژانس په يوې ځانګړې مرکې د مصالحې عالي شورا افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو له خوا د ۳۹ افغان زندانيانو په وژل کېدو خواشيني ښوودلې ده او د اسټراليا حکومت هغه پرېکړه چې پر يادو اسټراليايي سرتيرو به قانون پلی کړي ستايلې ده. 

ډاکټر عبدالله عبدالله همدا ډول ترکيه کې د خپل سفر پر مهال د ترکيې له حکومت مننه کړي چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې بين الافغاني خبرو د بهير ملاتړ  يې کړی. 

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې هيله ښوودلې ده چې د متحدو ايالتو نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبايډن به هم دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بين الافغاني خبرو د روان بهير ملاتړ وکړي. 

د يادونې ده چې دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې مياشتې وړاندې پيل شوې وې، خو د خبرو پر کړنلارې د نه هوکړې له امله دغه خبرې تر اوسه ځنډېدلې دي.