د کابل امنيت په اړه د امرالله صالح ۲۲مه ناسته او په کې شوې پرېکړې 

روهي (۲۰ د لړم)، نېږدې يوه مياشت کيږي چې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د يو وخت لپاره د کابل امنيتي مسووليت په خپله غاړه اخېستی دی. امرالله صالح د ۲۲ ناستې مسايل پر خپلې فېسبوک پاڼې شريک کړي دي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي، چې کابل ښار کې د جنايي پېښو د کموالي او مهار په پار به دا ځلې هر مسجد کې د جنايت کوونکو انځورونه ووېشل شي او د دوی د نېونې په پار به له خلکو مرسته وغوښتل شي. 

دغه ناسته کې دا پرېکړه هم شوې ده چې د ښار کې هغه درملتونونه چې د ټابلېت کا په (Tablet K) په نو ګولۍ او نور درمل خرڅوي نوملړ به يې له خلکو سره شريک شي او قانوني چلند به ور سره وشي. 

صالح لېکلي دي چې د جنايي جنايت کوونکو سره به د پنځوسو هغه کسانو انځورونه کابل ښار کې ولګول شي، چې په خونړيو ترهګريزو  بريدونو کې لاس درلود او د ولسي مرګ - ژوبلې سبب شوي وو. 

د کابل د ترافيکو جريان د ښه کېدو په پار د هغه کسانو لپاره چې د ترافيکو قانون ماتوي، له صفر تر درې لکه افغانۍ جرېمه ټاکل شوې ده او همدا ډول ښار کې د ګڼې - ګوڼې د تنظيم چارې چټکې شوې دي. 

د ۲۲ ناستې په راپور کې ويل شوي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل ښار کې دوه جنايي پېښې تر سره شوي دي، چې يوه يې په خېرخانه سيمه کې د يو کس تښتول او دويمه يې د کابل په قره باغ کې د يو افغان سرتيري وژل کېدل دي. 

د پوهنې وزارت سويلي دروازې کې د پوليسو د پوستې لېرې کول، د پاکستان ويزې ستونزه او د خپلسرو لوړپوړيزو ودانيو ورانول؛ د نننۍ ناستې نور مسايل وو.     

که څه هم د امرالله صالح له خوا د کابل د امنيتي چارو په غاړه اخېستلو وروسته د خلکو هيلې لوړې شوې دي خو تر اوسه هم هره ورځ د ښار له  بېلا بېلو برخو  د جنايي جرمونو، وژنو، غلاوو او قانون ماتونې راپورونه ورکول کيږي.