کرزی: غوربند کې هوايي بمبار په کلکه غندم

روهي (درې نۍ/۲۰ د لړم)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي غوربند کې د افغان پوځ له خوا شوی هوايي بمبار په کلکه غاندلی دی. نوموړي په ټوېټر لېکلي دي، چې غوربند کې هوايي بمبار، کندهار کې موټر بم بريد او د غزني وروستۍ پېښې غاندي. 

پخواني ولسمشر يو ځل بيا له افغان حکومت او طالبانو غوښتي دي چې پوځي عمليات او د يو او بل پر وړاندې جګړه پای ته ورسوي او پر ځای د سولې رېښتنې خبرې - اترې پيل کړي. 

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې وروسته د افغانانو ترمنځ د سولې بهير پيل، خو اوس مهاله درېدلی دی او په ورته مهال کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړه تېزه شوې ده.