افغانستان اوبه د مهارولو په برخه کې بهرني غرضونه او داخلي مرضونه! 

افغانستان چې د جغرافیې له پلوه د مرکزي اسیا په لویه وچه کې پروت دی، د روانو اوبو او نورو ګڼو طبیعي زیرمو سرشاره هېواد ګڼل کېږي. افغانستان د نورو ګاونډیو هېواونو په تېره بیا د ایران او پاکستان په څېر سمندر ته د خپلو توکیو او تولیداتو لېږ رالېږ کومه معینه سمندري لار نه لري. نو له همدې امله د ګاونډي هېوادونو لخوا وخت ناوخت د زیات فشار او د فشار د الې په توګه ورڅخه ګټه اخلي. ایران او پاکستان سوداګریزې لارې تل د خپلې سیاسي موخې لپاره کاروي چې تل همدغو هېوادونو تجارت له سیاست سره ګډ او مدغم کړی دی.

په دې وروستیو لسیزو کې افغان حکومت اوبو د مهارولو په موخه د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د ننه په هېواد کې په بېلابېلو ولایتونو کې لویې ملي او بنسټېزې پروژې پلي کړي دي، چې په لویو پروژو کې د اوبو بندونه هم شاملې دي. د اوبو دغه بندونه چې په راتلونکې کې به د سلګونو او زرګونو هکتاره ځمکې خړوبونې ترڅنګ د برېښنا په جوړونکې کې موثر تمام شي. افغانستان چې خپله تر ډېره په وارداتي برېښنا باندې تکیه لري، له همدې امله هر کال میلیونونه ډالر د برېښنا تمویل په موخه ګاونډیو هېوادونو ته پیسې ورکوي. چې همدې مثبتي پایلې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو اندیښنې او غبرګونونه یې هم راپارولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې د ایران لوړپوړيو چارواکو په افغانستان کې د بندونو په جوړېدو زیاته اندېښنه ښودلي، دوی سره دا ویره ده، که چیري په افغانستان بندونه جوړ شي د ایران هغه زرګونه هکتاره کرنېزه ځمکه چې د افغانستان په اوبو ښېرازه ده، بېرته په شاړه او للمي ځمکه بدله شي. د سره به هغه میلیونونه ډالره پانګه چې دوی پرې پانګونه کړي په سیند لاهو شي.

ایراني چارواکو د افغانستان د اوبو په اړه دا اندېښنې وروسته تر هغې څرګندې کړي، کله چې د ایران سره پر پوله پروت نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د درېیو برخو کار تقریباً ۹۰ سلنه بشپړ شوی او په نژدې راتلونکې کې به عملاً ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او اوبو د ذخیره کولو جوګه به شي.

د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه د ایران دا څرګندونې لومړنۍ نه دي، بلکې تر د وړاندې هم د ایران لوړپوړیو چارواکو په افغانستان کې پر لویو پروژو او همداراز پر لویو بندونو د جوړېدو په اړه خپلې اندېښتنې او غبرګونونه ښودلي دي. افغانستان چې د زیاتو طبیعي زیرمو، پراخه روانې اوبه، مناسب رطوبت، بهرنیو توکو ته د تقاضا کموالی او ستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره د افغانستان مضر ګاونډیو د لاسوهنې یو له عمده دلایلو څخه دی.

د بېلګې په ډول د هلمند بند، په هرات کې د سلما بند، نیمروز کې د کمال خان بند او په فراه کې بخش اباد بند چې اوبه یې ایران ته وربهېږي د دې بندونو په جوړېدو سره به هغه میلیونونه متره معکبه اوبه چې په وړیا ډول ایران ته وربهیدلې مهار شي. ایران بیا په وار وار د دغو بندونو په جوړېدو اندیښنې او ورته مهال یې غبرګونونه هم ښودلي دي، خو د دې سره سره یې بیا په ورته وخت کې پر متقابل عمل هم لاس پورې کړی دی.

د افغانستان ملي تاسیسات یې د هېواد په دننه کې روزلي اجنټانو په وسیله او یا هم د دوی په مستقیمه مداخله سره وران کړي او یا یې هم د ورانېدو هڅې روانې دي. ایران پخپلو اجنټانو باندې فشار اچولې چې په افغانستان کې عامه تاسیسات وران کړي همدا فشار د دې لامل شوی چې دوی د عامه المنفعه پروژو او عامه تاسیساتو تخریب ته خپل لستوڼي رابډوهلي دي.