د سولې ځنډ د جګړې او تاوتریخوالي دوام! 

د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې اوږد ځنډ د دې سبب ګرځي، څو په هېواد کې د ناامنۍ کچه لا ډېره او دواړو ښکېلو لورو ته د تلفاتو، مرګ او ژوبلې ګراف په بېساري ډول پورته شي او په هېواد کې د ناامنۍ او تاوتریخوالي لمن پراخه او د ترهګریزو بریدونو په زیاتېدو کې پرمختګ رامنځته شي او د افغانانو د جنګ او جګړې کټوا همداسې ګرمه وساتل شي.
د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې ۲۳ ورځینۍ ځنډ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د روان میلادي کال په لومړیو کې په امریکا او نورو عیسوي هېوادونو کې د عیسویانو اختر یا کریسمس لمانځل کېږي. له همدې امله د سولې په خبرو کې اوږده دمه منځته راغله. له کله نه هم چې د سولې خبرې پیل شوې تل په یو نه یو ډول د سیمو هېوادونو له لوري متضررې شوې او د انحصار تر بریده رسېدلي دي. د سولې یاد ملي بهیر یې په بېلابېلو نومونو او بېلابېلو پلمو د خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

کله چې په ۲۰۱۳ م کال کې طالب استازي د متواترو خبرو پر مهال سیاسي بلوغ ته ورسېدل او په قطر کې یې د سیاسي تحرکاتو د پیل زمینه مساعده او د سیاسي دفتر د پرانیستل کېدو اجازه یې تر لاسه کړه. دوی په سیمه کې د یوه نوي سیاسي ځواک په توګه مطرح شول او د سیاسي ځواک ترڅنګ یې د پخوا په څېر په پوځي ځواک هم ټوله تکیه، تګلاره او انګېزه متمرکزه کړه. 

هغه وو چې په ۲۰۲۰ م کال د فبروري په ۲۹ مه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د دوحې یوه تاریخي هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې طالب جنګیالي پر امریکایانو او هم به امریکایان پر طالبانو بریدونه نه کوي.

اوس چې د طالبانو سیاسي پلاوی د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی، یاد پلاوی به په پاکستان کې د لوموړي وزیر عمران سربېره د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د آی ایس آی مشرانو سره هم د تړلو دروازو ترشاه وګوري. له بلې زوایې د پاکستان چارواکو او سیاسیونو یې بیا د افغان سولې په غبرګون کې بېلابېل نظریات او وړاندوینې وړاندې کړي دي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد طارق بیا په تازه او نویو څرګندونو کې ویلي دي چې د پاکستان ته د طالبانو سفر د دوی د سیاستونو یوه برخه ده، نوموړی وایې دا سفر د پاکستان د سیاست یوه برخه ده، چې له مخې یې غواړي په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات رامنځته شي او روان تاوتریخوالی د خبرو او مذاکزاتو له لارې حل او فصل شي.

د دې ترڅنګ بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د تلیفون له لارې د سولې په موارد د همکاریو ژمنه بیا تازه کړې. عمران خان د تېر په څېر یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې په ټول توان سره به په افغانستان کې اوربند د تامین او تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي. خو د پاکستاني چارواکو په دغو څرګندونو د پاکستان ملي عوامي ګوند مشر او ملتپال سیاستوال اسفندیار ولي خان ویلي که پاکستان له زړه او په رښتوني مانا وغواړي افغانستان سولې ته رسېدلی شي. نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په خیر هم ده.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال یو ناستې ته ویلي چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او نه غواړي چې د سولې مذاکرات په بریالیتوب سره پیل شي او د سولې فرصت دوی په لوی لاس بیا بیا ضایغ کوي.

اوس پوښتنه او اندېښنه دا ده، چې پاکستان به د تېر په څېر هغه کړي ژمنې عملي کړي او که هسې د کاذب سیاست او د دوه مخیتوب یوه بله لوبه چې اصلي طرحه کوونکي او تمویلېدونکي هېوادونه یې د سیمې هېوادونه دي په لاره اچولي ده. ځکه پاکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو د افغانستان سره دوه مخي لوبه ترسره کړې ده، ښایې د پاکستان دوه مخیتوب او منحوسې څېرې دغه روانه لړۍ دومره په اسانۍ سره پای ونه مومي. ځکه پاکستان تل د افغانستان په جنګ او جګړې کې لالونه لوټلي دي، نو د همدې امله نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته او افغانان په یوه تغر سره راټول شي. افغان ولس بیا د متواترو غوښتنې په اساس د دواړو ښکېلو غاړو څخه غوښتې چې اوربند ته لومړیتوب ورکړي. افغان ولس د طالب پلاوي څخه په وار وار غوښتې چې د نورو د خوښۍ لپاره د افغانانو هیلې په ناهیلۍ بدلوي اوربند ته لومړیتوب ورکړئ. 

خو طالبانو بیا د اوربند په خبرو پسې سر نه دی ګرولی او د دایمي اوربند خبرې یې رد کړي دي.