پاکستان هغه هېواد دی، چې تر ډېره یې حکومتي چارې د یوې خاصې څارګرې ادارې چې آی اس آی نومېږي تنظیمیږي، یاده چارګره اداره په پاکستان کې په ټولو ادارو او اورګانونو بشپړ واک او صلاحیت لري، ترڅو د حکومت په داخلي چارو کې په زغرده مداخله وکړي. آی ایس آی په حقیقت کې د پاکستان په سیاست کې یوه پټه قوه ده، چې د پاکستان د سیاست اصلي لوری او محور ټاکې. ځکه آی ایس آی تل په پاکستان کې د یوه پوځي حکومت په واک کې د پاتې کېدو هلې ځلې کوي. همدا پوځي اداره د دوی لپاره وړ تګلارې او اوږد مهالي ستراتیژیک پلانونه جوړه وي او حکومت ته یې د پلي کېدو په موخه وړاندې کوي.
اوس د همدې موخې د تعقیب لپاره آی ایس آی څارګرې ادارې لومړی وزیر عمران خان افغانستان ته د ځینو سیاسي اهدافو په موخه را استولی. د لومړي وزیر عمران خان سفر به افغانستان ته تش یو سمبولیک سفر وي او هېڅ راز لاسته راوړنه به ونه لري، ځکه پاکستاني حکومتي پلاوي تر د وړاندې هم په وار وار او په بېلابېلو وختونو کې کابل ته سفرونه کړي دي، خو یوازې او یوازې یې د نمایشتاتو او تشریفاتو پرته کومه مثبته پایله نده وړ کړي، نه یوازې په راتګ سره یې کړي ژمنې نه دي عملي شوي، بلکې د دوی استازیو په بېرته ورستنېدو یې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې ځینې سیمې تر توغندیو بریدونو لاندې هم نیولي او همدا راز یې د فشار د الې په توګه په پاکستان کې افغان مېشت افغان مهاجرینو پر وړاندې هم رنګه رنګ توطیې او ستونزې ایجاد کړي دي.
پاکستان په ځلونو د افغانستان سره دوه مخي لوبه کړي او د پردې تر شا په اصل کې بیا بل خونړۍ حقیقت پروت وي. اوس پاکستان هم د نړيوالې ټولنې پر وړاندې خپل سیاسي اعتبار بایللی دی، ځکه همدا پاکستان دی، چې تل یې د تاریخ په اوږدو کې د ترهګرو په پالنه، تجهیز، اکمال او انتقال کې په ډېر سپین سترګې رغنده رول لوباولی او د اسلام اباد په څو کیلومترۍ کې یې تر ټولو خوندي پټنځایونه او د ترهګرو د پروسیس خوندي ځالې جوړې کړي دي. له همدې درکه پاکستان د خپل کاذب او دوه مخي سیاست له امله هر کال د ترهګرو د ځپلو په موخه د امریکا څخه په میلیونونه ډالر خیف او میل کوي، خو امریکا بیا د پاکستان په دې ټولو حقیقتونو سترګې پټې کړي او ځان یې ناګاره اچولی دی.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي غوښتنه کابل ته راغلی، دا د لومړي وزیر عمران خان تر ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته لومړی سفر دی. خان به د یاد سفر په ترڅ کې د ولسمشر محمد اشرف غني سربېره د افغان حکومت ځینو لوړپوړیو چارواکو سره هم د افغان سولې پر روان بهیر، دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزه راکړه ورکړه، ترانزیټ، اقتصادي لیدلوري باندې خبرې اترې وکړي.
خو د عمران خان کابل ته تر راسېدو سمدستې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لکه پکتیا او خوست کې د پاکستان پر ضد لاریونونه شوي دي او د عمران خان سفر یې افغانستان ته بې ګټې سفر بللی دی. دوی وایې ترڅو چې پاکستان په خپلو پالیسیو کې تغیر نه وي راوستی، تر هغې دا ډول سفرونه نمایشي او هېڅ درد نشې دوا کولای د دې ترڅنګ دوی په خپلو شعارونو کې ویل، چې پاکستان د ترهګرۍ په تولید، ملاتړ کوونکی، او صادرونکی دی.
اوس که افغان حکومت د پاکستاني چاروکو په ژمنو د تېر په څېر وغولېږي او د پاکستان دوه مخې پالیسۍ ته د پند او عبرت په عینکو کې ونه ګوري، ښيي برحاله افغان حکومت هم د ډاکټر نجیب د نظام په څېر په مبهم برخلیک اخته شي، چې بیا به یې کابو کول د وس او توان څخه وتلی کار دی.
وروستي