وروسته له هغې چې په قطر هېواد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یو کلن جنجالي او کړکېچن بین الافغاني مذاکرات بې پایلې او بې برخلیکه اعلان شول، نو په غبرګون کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن افغان حکومت او طالبانو ته د بین الافغاني مذاکراتو کې د چټکتیا او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه یو لیک استولی چې یاده ناندریزه موضوع ژر تر ژره د سولې، د سولې موقت حکومت، د تاوتریخوالي په کمېدو او اوربند پر توافق پای ته ورسوي.
د جوبایډن نوي کابینې، چې پر خپلې کړنلارې لاس پورې کړی، نو ورسره هممهاله د افغان سولې بهیر هم بېل رنګ خپل کړی او یاده پروسه ورسره یو څه جدي شوې، چې تر ټولو ښه بېلګه یې تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دواړه ښکېلو غاړو ته د افغان سولې په مورد آمرانه لیک او زرغون څراغ ښودل وه.
که د سیاسي له زاویې یادې موضوع ته دقت وکړو، نو داسې څرګندیږي چې دا د امریکا له لورې یو ډول فشار وو، چې په دواړو خواو یې وارد کړ. د دې فشاري لیک یوه اوونۍ نه ده تېره، چې د سیمو په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان سولې په پرمختګ او پیاوړتیا، یوې ملي اجماع جوړول، په افغان سوله کې نوي درزونه او خنډونه له منځه وړل، د سولې خبرې په چټکېدو، د دوحې مذاکراتو پر پیاړوتیا، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د یو خپلواک، په ځان بسیا او له تروریزم څخه پر پاک افغانستان هغه اساسي موارد دي، چې په یاد کنفرانس کې به پکې بحث او خبرې اترې کېږي. امریکا غواړي د سولې ټکنی بهیر ګړندۍ کړي او خپل سرتېرې په مسؤلانه ډول له افغانستان څخه وباسي او تر ټولو اوږده او پېچلې جګړه د خبرو، ډیالوګ او ډیپلوماسۍ له لارې حل او فصل کړي.
د همدې سولې بهیر د ګړندیتوب په موخه په مسکو او همداراز په ترکیه کې د یادو هېوادونو په کوربتوب کنفرانسونه دایرېږي، چې په یاد کنفرانسونو کې به د افغان حکومت او طالبانو سربېره د چين، هند، پاکستان، روسیه او ترکیه هېوادونو استازي پکې برخه واخلي. چې د طالبانو پلاوي مشري به په دوحه کې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د افغان حکومت پلاوي مشري به د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله کوي او همداراز به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په ګډون سربېره به افغان سیاسون هم برخه واخلي.
خو د تېرې اوونۍ لیک په افغانستان کې ګڼ شمیر غبرګونونه او اندېښنې راوپارول. افغان حکومت دا ډول فرمایشونه آمرانه وبلل او په خپلو څرګندونو کې یې وویل چې موږ د ډیموکراسۍ اصل ته ژمن یوو افغان ولسمشر د خلکو رایو په اساس ټاکل شوی او خپله قانوني دوره به سرته رسوي، خو که بیا هم نشونې شوه طالبان به د رایو په اکثریت ولسمشري څوکۍ ګټې.
ځینو مدني فعالانو، د ځینو ګوندونو مشرانو، مېرمنو او ځوانانو د سولې موقت حکومت پر رامنځته کېدو نیوکې او اندېښنې شریکې کړي، چې ګواکې د دوو لسیزو لاسته راوړنې به یو ځل بیا د تېر په څېر په سیند لاهو شي او افغانان به یو ځل بیا په پرادیو هېوادونو کې سوال کولو ته اړ شي.
په هېواد کې د یوې ریښتوني سولې په هیله
وروستي