پر ښار وير خپور او درې رنګه بيرغ نيم ځوړند دی 

روهي (درې نۍ/۱۳ د لړم)، افغان حکومت تېره ورځ د کابل خونړي بريد په وير کې نن ورځ ملي ماتم اعلان کړی؛ په کور دننه او بهر کې د افغانستان پر سياسي نمايندګيو د افغانستان درې رنګه بيرغ نيم ځوړند دی. 

پر ولسمشرۍ ماڼۍ هم د افغانستان ملي بيرغ نيم ځوړند پورته شوی دی. کابل ښار کې د تېر په پرتله ګڼه - ګوڼه کمه شوې ده خو په ورته وخت کې د کابل پوهنتون سره نېږدې نن سهار پراخه لاريون شوی. 

تېرې ورځې بريد غبرګونونه راپورته کړي دي او د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په يوې تازه لېکنه کې د تېرې ورځې بريد د طالبانو کار بللی دی. صالح لېکلي چې د بريد سيمه کې پاتې جسدونه او وسلې له هغه انځورونو سره ورته والی نه لري چې داعش خپاره کړې دي. 

طالبانو بيا په يوې خبرپاڼې کې ويلي چې بريد د دوی کار نه دی او دوی په علمي او ښوونيزو مرکزونو بريدونه نه کوي. طالبانو داعش ته په اشارې دا بريد د داعش کار بللی دی. داعش هم د يوې خبرپاڼې په نشر سره د بريد مسووليت منللی.