روهي (درې نۍ۱۳ د لړم)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې بريد د طالبانو کار دی او د داعش ډلې له خوا يې مسووليت اخېستل جعلي خبره ده.
صالح لېکلي:
"۱- د ملي امنيت منسوبينو مالومات ښيي چې د پېښې په سيمه کې پاتې وسلې او جسدونه له هغه انځورونو سره چې داعش خپره کړې دي ورته والی نه لري؛
۲- د بريدګرو په يو پاتې بکس د طالبانو بيرغ تر لاسه شوی دی؛
۳- يو بريدګر د وروستۍ جملې په ډول پر ديوال دا جمله لېکلې ده (طالبان زنده باد)؛
۴- په بريد کې کارول شوي تکتېکونه د حقاني شبکې د نورو بريدونو په ډول دي؛
۵- د بريد ډول په خوست کې د طالبانو له خوا د فاتح ځواک په نوم د جوړې شوې ډلې په څېر دی."
د ولسمشر لومړي مرستيال وړاندې زياته کړې ده، چې د داعش ډلې له خوا يوازې د يوې اعلاميې په خپرولو سره نه شي کېدای چې طالبان له دغه بريد ځان خلاص کړي.
له بلې خوا طالبانو تېره ورځ د يوې اعلاميې په نشر سره ياد بريد کې خپل لاس لرل رد کړل او داعش ته په اشارې يې لېکلي وو، چې ياد بريد د هغه چا کار دی چې جوزجان او ننګرهار ولايتونو کې يې ماته وخوړه او حکومت ورته پناه ورکړه.
وروستي