
روهي (نۍ/۱۰ د لړم)، د ولسمشر لومړي مرستيال آمرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې د کابل امنيت په اړه ديارلسمې ناستې په اړه لېکلي دي، چې امنيتي پوستو ته يې د طالبانو د بزبزک وسلو ضد وسايل سپارلي دي.
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې د بزبزک وسلو ضد او دفاعي وسايل وازمويل شول چې پايله يې مثبته وه. د نوموړي په وينا چې ياد وسايل به افغان امنيتي ځواکونو ته ووېشل شي او د ملي امنيت شورا له خوا به يې د کارونې چارې ورته وښوودل شي.
بزبزک يو ډول وسله ده چې د شپې په تيارې کې له يو څه لېرې واټن نښه وېشتلی شي او همدا ډول دا وړتيا لري، چې د پېښې انځوريز رېکارډ واخلي.
د افغان پوځي مسوولينو په وينا چې په شپنيو بريدونو کې طالبان د افغان ځواکونو پر وړاندې له بزبزک وسلو ګټه اخلي او له لېرې واټن افغان پوځيان په نښه کوي.