صالح:  ۴۸ ساعتونو کې ټول کابل کې درې جنايي پېښې شوې؛ دا پېښې کومو سيمو کې او څه ډول تر سره شوي دي؟ 

روهي (نۍ۱۰ د لړم)، د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې کابل ښار کې يوازې درې جنايي پېښې رامنځ ته شوې  دي. صالح لېکلي چې د دوی هڅه دا ده چې کابل کې د پېښو ګراف را صفر کړي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال د کابل ولايت د امنيت په اړه پر له پسې ۱۳مې ناستې په راپور کې لېکلي دي، چې د يادو درېيو پېښو په اړه يې هم بيړنی هڅې پيل کړې دي ترڅو تر سره کوونکي يې د قانون منګلو ته وسپاري. 

دغه درې پېښې؛ لومړۍ د قره باغ په عارق نومي سيمه کې د يو پوځي افسر وژل کېدل، دويم يې د حسيب قوای مرکز په نوم د خپلسري کسانو له خوا په کارته پروان سيمه کې د يو سوداګر ځورول او همدا ډول په درېيمه ناحيه کې د يو عراده موټر غلا کول دي. 

امرالله صالح دا هم لېکلي دي چې امنيتي پوستو ته يې د بزبزک په نوم وسلې ورکړې دي چې مثبته پايله يې ورکړې ده. دغه وسله د شپې په تيارې کې ښه کار کوي او د پېښې د ثبت وړتيا لري.