شهرنو کې د پارک سېنما او خيرخانې سېنماګانو په اړه د امرالله صالح پرېکړه 

روهي (پنځه نۍ/۸ د لړم)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل د امنيت په اړه پر له پسې ۱۲ مه ناسته کې پر يو شمېر مسايلو هوکړه کړې، چې دوه پخوانۍ سېنماګانې هم په کې شاملې دي. 

پرېکړه کې کابل ښاروالۍ ته لارښوونه شوې ده، چې شهرنو کې د پارک سېنما او په خېرخانه کې د خېرخانې په نوم سېنماګانې يا ويجاړې، يا يې په پارک بدلې او يا يې هم په منظم ډول سېنماګانې جوړې کړي. 

صالح لېکلي دي چې د يادو دوه سېنماګانو وضعيت په اوسني حال کې د منلو نه دی او شااوخوا برخې يې هم د لاس کراچيو او غرفو په وسيله غصب شوې او نېول شوې دي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال کابل ښار کې د جنايي پېښو د کموالي ويلي  دي خو زياته کړې يې ده چې بيا هم دا بسنه نه کوي، ځکه چې جنايي پېښې لا تر اوسه صفر شوې نه دي.