نن ماښام مې ناڅاپه د اسمان لور ته سترګې ور پاتې شوې؛ په اسمان کې به کله یو یو ستوری وځلېده. دا ښکلي او رنګینه ستوري یو له بل څخه لیرې کېدل؛ لکه هېڅ یې چې یو بل نه خوښېږي. سپوږمۍ هم له ډېره درده نرۍ شوې وه، نه هغه ښکلا ور پاتې وه او نه هغه غرور بس نرۍ ملا یې نیولې وه.
خوارکۍ سپوږمۍ! کله به وریځې هم پرې ظالمې شوې او د دې دا نرۍ ملا به یې ور ماته کړه.
بس په اسمان کې تر ډېره دا ننداره د ستورو سپوږمۍ او وریځو تر منځ روانه وه، نه پوهېږم چې د دوی تر منځ دا ګډوډي او یو پر بل ظلم له کومه پیدا شوی وه، چې د اسمان ښکلا او نظم یې له منځه وړی وه او یا دا وه، چې هر یوه ځان حاکم ګاڼه نو ځکه دا ګډوډي را منځته شوې وه.
وروستي