له ستونز او درد پرته خوشحالي ارزښت ولري؟

دا چې موږ ټول هره ورځ له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګریوان یو؛ په دې اړه به خامخا هر څوک فکر کوي، داسې څوک به هم وي، چې په ژوند کې هېڅ ستونزه ونه لري؟ ولې موږ له دومره ستونزو سره لاس او ګریوان یو؟ زموږ د ستونزو لاملونه څه دي؟ کوم خلک ډېر له ستونزو سره مخ کېږي او ستونزې بیا د یوه مسلمان له پاره څه ارزښت لري؟ او یا دا چې که هېڅ ستونزې په ژوند کې نه وي بیا خوشحالي به ارزښت ولري او که نه؟ دا هغه پوښتنې دي، چې موږ ته د ستونزو په وخت کې پیدا کېږي. په دې لیکنه کې دې ټولو پوښتنو ته ځواب ویل کېږي. 

هر انسان په ژوند کې له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، که هغه مسلمان وي، که کافر وي او پاچا وي یا ګدا خامخا به په ژوند کې ستونزې لري او دردیږي به، توپیر دومره ده، چې د ځینې خلکو ستونزې ډېرې او د ځینې خلکو ستونزې بیا کمې وي. 

ځینې کسان بیا دومره ډېرې ستونزې لري، چې ځینې وخت یې له خپل تقدیر څخه ګیله من شي او وایي؛ چې دا ټولې ستونزې ولې زما په ژوند کې زه ولې دومره ستونزو سره مخ یم. دا نړۍ ټوله یوه ازموینه ده، الله تعالی خپل هغه بنده ډېر ازمایی، چې ډېر ورته ګران وي، دا چې پر یوه انسان ډېرې ستونزې راځي او هغه ډېر دردیږي، دا یې د بدمرغۍ لامل نه دی، بلکې د نېکمرغۍ له امله یې ده، چې دا انسان د الله تعالی په یاد دی او له ده څخه ازموینه اخلي. 

ځینې ستونزې بیا داسې وي، چې موږ یې په لوی لاس ځان ته جوړوو او هغه زموږ د ګناهونو له امله وي یا مو د تېروتنو له امله وي، چې په دې برخه کې باید هر انسان دې ته پام وکړي او له ستونزو سره ځان لاس او ګریوان نه کړي. دا ستونزې بیا ځینې داسې وي، چې د ګناه لامل هم کېږي. 

که یو مسلمان په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ شي، که د هغو ستونزو په مقابل کې صبر او حوصله وکړي الله تعالی په اخرت کې هغه انسان ته د هغو ستونزو اجر او ثواب ورکوي. دا ګټه یوازې د یوه مسلمان له پاره دی. 

بله خبره دا چې که په ژوند کې ستونزې نه وی، خوشحالي هم ارزښت نه لري، که یو انسان تل خوشحاله وي او هېڅ ستونزه او غم و نه لري په ژوند کې یې خوشحالي هم ارزښت نه لري. همدا درد او ستونزې دي، چې خوشحالۍ ته یې ارزښت ورکړی او د خوشحالۍ د باارزښته کېدو لامل کېږي.