شخصیت څه دی؟


ځینې کسان په دې اند دي، چې چې ښکلا، جامې، پیسې، لوړې زده کړې او رتبه د انسان شخصیت دی. دا هغه شیان دی، هېڅکله د انسان شخصیت نه جوړوي. ځینې کسان شته چې ډېر به ښکلي وي خو شخصیت به نه لري، ډېرې پیسې به لري، خو شخصیت به نه لري. لوړې زده کړې به یې کړي وي، ماسټرۍ او دوکتورا به لري، خو د شخصیت نښه به هم په کې نه لیدل کېږي. دا چې شخصیت څه دی او څه ډول باید انسان خپل شخصیت جوړ کړي، په دې لیکنه کې شخصیت او د شخصیت په اړه معلومات تر لاسه کړئ. 

شخصیت د انسان یو داخلي ځواک دی، داسې یو ځواک دی، چې نور وګړي یې نه شی لیدی، خو حس کولای یې شي. شخصیت او کردار له څلورو عناصرو څخه جوړیږي او د څلورو عناصرو مرکب دی. د کورنۍ اغېزې، د چاپېریال اغېزې، د ښوونځي اغېزې او د دې ټولو اغېزو پر وړاندې د انسان خپل غبرګون که چېرې تاسې په ژوند کې ښه ملګری نه شئ پیدا کوئ او فکر کوئ، چې په دنیا کې هېڅ داسې څوک نشته چې تاسې ملګرتیا ورسره وکړئ، د دې مانا دا نه دی، چې په دې نړۍ کې هېڅ ښه انسان نشته بلکې په دې ځای کې ستونزه په تاسې کې دی، ستاسې شخصیت روغ نه دی، د دې اغېزې د انسان په څېره باندې هم وي او خبرو کولو په وخت کې هم ښکاري. 

د یوه انسان شخصیت بل څوک نه شی جوړولای، بلکې هر انسان باید خپل شخصیت خپله جوړ کړي. یو انسان د بل انسان د شخصیت په جوړولو کې هغه وخت رول لوبوي او د شخصیت په جوړولو کې ورسره مرسته کولای شي،چې هغه ته لارښوونه وکړي. بل دا چې یو انسان د بل انسان شخصیت ته په کتو سره خپل شخصیت جوړوي. شخصیت په پیسو، ښکلا او زده کړو یا رتبو نه جوړیږي، بلکې شخصیت د یوه انسان په عمل جوړیږي، چې یو انسان په خپل عمل سره شخصیت جوړوي. نو هڅه وکړئ چې ځان ته یو ښه شخصیت جوړ کړئ او په ژوند کې داسې کارونه مه کوئ، چې ستاسې شخصیت تر نیوکې لاندې راشي او بې شخصیته ښکاره شئ. شخصیت په سختۍ جوړیږي، خو په اسانه او اندکي ډول له منځه ځي. نو هڅه وکړئ، چې په بې ځایه کارونو مو شخصیت له منځه ولاړ نه شي.