کابل او غزني کې چاودنې او د جګړې پر ښکېلو غړو د پخواني ولسمشر غږ 

روهي (يوه نۍ/۴ د لړم)، تېره ورځ غزني ولايت کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې نهه کسان ووژل شول. پرون مازديګر بيا د کابل ښار لوېديځه برخه، دشتي برچي سيمې په پُل خشک نومي سميه کې د ځانمرګي بريد په پايله کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله ورسېده. 

کورنيو چارو وزارت ويلي چې ځانمرګی بريد د يو خصوصي ښوونيز مرکز په کوڅه کې شوی او بريدګر هڅه کوله چې ښوونيز مرکز ته دننه شي. د مالوماتو پر بنسټ بريد کې ۱۴ کسان وژل شوي او له ۳۰ زيات ټپيان دي. 

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل د تېرې ورځې بريد يو تروريستي عمل بللی او غندلی يې دی. حامد کرزي د جګړې پر ښکېلو افغاني غاړو غږ کړی، چې د افغانستان د خلکو د رنج او غم د پای ته رسېدو په پار دې تاوتريخوالی کم او له جګړې دې لاس واخلي. 

د کابل د تېرې ورځې بريد په پراخه کچه غندل شوی او غبرګونونه يې راپورته کړي دي. طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لېکلي دي چې ياد بريد کې دوی لاس نه لري.