روهي (نۍ/۳ د لړم)، نن ماذديګر د کابل ښار ۱۳ ناحيې اړوند برچي دښتې پُل خشک سيمه کې پر يو ښوونيز مرکز ځانمرګی برید شوی، چې ۱۳ کسان په کې وژل شوي او ۳۰ نور په کې ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين پر ټوېټر لېکلي دي، چې پېښه کې لس تنه شهيدان شوي او ۲۰ نور په کې ټپيان شوي دي.
نوموړي لېکلي، بریدګر پلي د یوه روزنیز مرکز پر لور روان و، چې د مرکز ساتونکو پېژندلی او له پېژندل کېدو وروسته بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې په ځان پورې تړلي باروت وچوول.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر لېکلي دي چې نننۍ پېښې دوی پوري تړاو نه لري. تر اوسه کومې بلې دولت مخالفې ډلې د ننني بريد مسووليت په غاړه نه ده اخېستې.
وروستي