د وسله والو غلو په يوې ډلې (بانډ)؛ کې يې غړېتوب درلود؛  پوليس کاپيسا کې دوه وسله والې ميرمنې نېولي دي 

روهي (نۍ/۳ د لړم)، د کاپيسا ولايت امنيتي مسوولينو رسني، ته ويلي دي چې د دغه ولايت په مرکز محمود راقي کې يې دوه ميرمنې چې د وسله والو غلو د يوې ډلې غړې وې نېولې دي. 

د کاپيسا د پوليسو وياند عبدالشایق شورش رسنيو ته ويلي دي چې دغه ميرمنو د کابل د سرای شمالي څخه يو موټر په کرايه تر کاپيسا نېولی وو، چې وروسته يې د نورو نارينه غلو په مرسته د موټر د تښتونې هڅه کړې خو بريالۍ شوې نه دي. 

عبدالشایق شورش ويلي  دي چې له دغه دوه ميرمنو پوښتنې ګروېګنې روانې دي ترڅو په مرسته يې د دوی د بانډ نور کسان هم ونېول شی.