روهي (پنځه نۍ/۱ د لړم)، کابل پوليسو په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د پوليسو په بېلا بېلو عملياتو کې د کابل ښار له ځيني سيمو ۱۱ کسان د موبايلونو، پيسو او نورو وسله والو غلاوو او جنايي پېښې کې د لاس لرو په تړاو نېول شوي دي.
خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له نېول شوي کسانو څلور مېله تفنګچې، دوه برچې، يو شمېر نغدې پيسې هم نېول شوي دي. په دې وروستيو کې کابل کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.
د جنايي پېښو په اړه د شکايتونو وروسته د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، په لنډمهاله توګه د کابل ښار امنيتي مسووليت هم په خپله غاړه اخېستی دی.
وروستي