سبا ۲۶ نوماند وزيران او ۲ د خپلواکو ادارو  ريئسان ولسي جرګې ته د باور رايې لپاره ورپېژندل کيږي 

روهي (درې نۍ/۲۹ د تلې)، ټاکل شوې ده چې سبا به ولسمشرۍ ۲۶ نوماند وزيران او همدا ډول د دوه خپلواکو ادارو رئيسان ولسي جرګې ته د بارو رايې لپاره ور ولېږي. 

د ولسمشر مرستيال وياند داود خان مينه پال په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "سبا ټوله کابینه کې چې ۲۶ تنه نوماند وزیران او دوه تنه د خپلواکو ادارو رییسان په کې شامل دي او د باور د رایې اخیستو لپاره اړتیا لري، ولسي جرګې ته پېژندل کېږي."

پر حکومت نيوکې دا وې چې ډېرۍ ادارې يې د سرپرست کوونکو له پر مخ وړ کيږي، فساد او د چارو د سستوالي زمېنه په کې برابره شوې ده. 

د يادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ويلي دي، چې د دوه اوونيو دننه به وزيران ولسي جرګې ته ور معرفي کړي، خو دغه چارې مياشتې وخت واخېست.