ویره!!!

په ټوله سیمه کې چپه چوپتیا خپره وه. هر څه ویریدلي او ناخوښ بریښېدل، ونو او بوټو له خپګانه سرونه ټیټ نیولي وه. ښاخونه له ویرې نه خوځېدل، پاڼې له ویرې ژیړې اوښتې وې ، د مرغانو ښکلي اوازونه نه اوریدل کېده. ماشومان هم چپ وه د لوبو د شور ماشور اواز یې نه اوریدل کېده؛ له ویرې یې رنګونه ژیړ اوښتي وه او د ناروغۍ په بستر کې پراته وه.  ټولو خلکو تیاره او پټ ځای لټوه. ټولو انسانانو د خپل ژوند لحظې شمارلې، څوک د لوږې او تندې له لاسه مړه کېدل. ځینې نور بیا هره لحظه د خپل مرګ په تمه وه. 

پرته د مرمیو له اوازه بل اواز نه اوریدل کېده. په ټوله سیمه د جنګ اور بل وه. له هر ځایه دودونه پورته کېدل، له مرګ او بربادۍ پرته بل څه نه لیدل کېده. اوښکې هم  د ویرې له امله وچې شوې وې، د ټولو رنګونه سپېره او ویریدلي وه، له ویرې یې له خولې اواز نه ووت، خو سترګو یې د زړه ټول درد بیانوه. 
د ټولو غوښتنه همدا وه، موږ له دې حالته و ژغورئ.