
زموږ په ټولنه د خلکو تر منځ دا یوه عنعنه یا یو دودو ګر ځېدلی، چې خپل چاري یا خود خواه مه اوسئ. ځینې کسان بیا دومر د دې خبرې تر تاثیر لاندې راغلي، چې خپل ټول حقوق یې خلکو ته پرې ایښي او ځان یې بېخي بې ارزښته کړي. د نورو په مقابل کې له خپلو ټولو حقوقو څخه تېر دي. دا چې دا ډول کړنه د دوی له پاره څه زیان لري او ارواپوهنه د دې کسانو په اړه څه نظر لري دلته یې لاملونه او زیانونه و لولئ.
اروا پوهنه د خپل چاري توب یا خود خواهۍ په اړه وایي: چې انسان باید خود خواه وي او هر څه لومړی د ځان له پاره وغواړي او بیا د نورو له پاره که د ځان پروا و نه کړې او ځان ته اررښت ور نه کړې، نورو ته به څه ارزښت ورکړې. هغه کسان چې ځان ته خپل چاری نه وایي او تل د نورو له پاره له خپلو حقوقو څخه تېریږی او هر څه د نورو له پاره غواړي او ځان ته پاملرنه نه کوي او خپله خوښي د نورو له پاره قرباني کوي دا انسانان بیا خپله په خپل ژوند کې ځان ځوروي. چې دا ځان ځورونه انسان خوشحاله ژوند کولو ته نه پریږدي. نو که تاسې په دې نظر یاستئ چې له چا سره ظلم ونه کړئ، پر نورو زړه سوی ولرئ او په دې خاطر له خپلو خوشحالیو تېریږي دا بیا یوه لویه تېروتنه ده، ځکه تا له نورو سره ظلم ونه کړ پر نورو د ې زړه سوی وکړ او د نورو خوشحالي دې و غوښته، دې ته متوجه نه یاست چې له ځان سره مو ظلم وکړ خپل حق مو نورو ته ورکړ چې په دې سره مو له ځان سره ډېر جفا وکړه. لومړی خپلې غوښتنې درک کړئ، ځان ته ارزښت ورکړئ، ورووسته بیا نورو ته ارزښت ورکړئ له نورو سره همکاري او همدردي وکړئ، خو په ډې اندازه نه چې خپل ځان هېر کړئ او خپل هر څه د نورو له پاره قرباني کړئ.
ځینې کسان به مو لیدلي وي، چې له حده زیات د قرباني ورکولو خصلت لري، دوی خپل مال، خپله خوشحالي او هر څه د نور له پاره قرباني کوي او تل د نور د خوشحالیو په فکر کې وي، چې د ارواپوهنې له نظره دا یو مرض دی او دا کسان په اصل کې ځان ځوروي، ځان بې ارزښته کوي او حتی ځان ریشخند کوي. نو له دې ناروغۍ او ځان ځورونې څخه د ځان ژغورنې له پاره لومړی ځان ته ارزښت ورکړی، لومړی هرڅه د ځان له پاره و غواړئ او بیا د نورو په فکر کې شئ. یو هغه ډول خپل چاري توب دی، چې د نور له پاره هېڅ نه غواړي او هر څه چې وینې د ځان له پاره یې غواړي، چې دا هم یوه رواني ستونزه ده، چې د نور خوشحالي نه شې لیدلی او هر څه د ځان له پاره غواړې دا ډول خود خواه مه اوسئ. بلکې داسې خودخواه و اوسئ؛ چې لومړی ځان ته ارزښت ورکړئ، لومړی هر څه د ځان له پاره و غواړئ او بیا د نورو له پاره.
اخځ: یوتوب: د شرف الدین عظیمي، ویډیو: اهمیت ارزش قائل شدن به خود.