صالح: د پوليسو ځيني دندې ملي پوځ ته سپارل کيږي 

روهي (درې نۍ/۲۹ د تلې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح چې له تېرو څو ورځو يې په لنډمهاله ډول د کابل امنيتي چارې په غاړه اخېستي دي ويلي دي چې  پوليسو ځيني مسووليتونه به ملي دفاع وزارت ته وسپارل شي. 

صالح ليکلي دي چې د ښار لېرې او په غرونو کې امنيتي پوستې به د دفاع ملي وزارت ته وسپارل شي او پوليس به خپلې اصلي مسووليتونه په غاړه واخلي. 

نوموړي پر خپل فېسبوک دا هم لېکلي دي چې د ښه ښاري امنيت لپاره له ۲۸ کالونو وروسته  ښاري څارندوی بيا فعاليږي. همدا ډول به ښوونځيو کې د څارندويانو منظم ګروپونه جوړ شي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي چې د غلو، باج اخېستونکو او قانون ماتونکو مالوماتو او انځورونه ورته رسېدلي دي چې د خلکو استازو او د ګذر له وکيلانو سره به يې شريک کړي.