د روحاني او عبدالله کتنه: روحاني وايي افغان سوله د سيمې په ګټه ده؛ مونږ يې ملاتړ کوو 

روهي (دوه نۍ/۲۸ د تلې)، د  افغان حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ په يو درې ورځني سفر ايران ته لاړ. نوموړی له ايراني چارواکو سره په دې اړه لېدنې - کتنې کړې دي. 

عبدالله عبدالله تېره ورځ د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف او نن يې د ايران ولسمشر حسن روحاني سره لېدنې او کتنې کړې دي. ايراني چارواکو د افغان سولې ملاتړ کړی او د همکارۍ ډاډ يې ورکړی دی. 

د عبدالله عبدالله او حسن روحاني ترمنځ لېدنه کې د ايران ولسمشر عبدالله ته ويلي دي چې ايران د افغان سولې ملاتړی دی او ثبات لرونکی افغانستان د ايران او سيمې په ګټه دی. 

عبدالله عبدالله له دې وړاندې پاکستان او هندوستان ته تللی وو او له پاکستاني او هندي چارواکو سره يې پر افغان سولې خبرې او بحثونه کړي.