د کابل امنيت په اړه د امرالله صالح دويمه پرېکړه؛ ۱۱ مسايل به عملي کړم 

روهي (دوه نۍ/۲۸ د تلې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د څو اوونيو  لپاره د کابل امنيتي چارې په خپله غاړه اخېستي دي. نوموړي په يوه تازه فېسبوکي لېکنه کې لاندې مسايلو ټېنګار کړی. 

۱- بې سندونو موټرونو ته دوه مياشتې وخت ټاکل شوی چې ماليه ورکړي او موټرونه قانوني شي؛ 

۲- سلګونه د خلکو پيغامونه راته رسېدلي دي، هر يو به يې وڅېړل شي، که چېرې په ۲۴ ساعتونو کې د امنيتي کسانو له خوا در سره اړيکه ونه نېول شوه نو پيغام مو بيا راولېږئ

۳- سوالګري به اجازه ونه لري چې د سړک په منځ کې ودريږي؛ 

۴- هغه لوړپوړيزې ودانۍ چې رسمي د کار جواز نه لري او جوړيږي، ويجاړ به شي؛ دو ودانۍ يې تېره ورځ ويجاړې شوې

۵- کابل ښاروالي اړه ده چې د ټولو هغه لوړپوړيزو ودانيو نوملړ شريک کړي، چې پر خپل سر جوړې شوې دي؛ 

۶- ټولې هغه هټۍ چې تر مخ پلي لارې يې تړلې دي بايد ژر تر ژر يې خلاصې کړي؛ 

۷-  هر سهار شپږ بجې د هرې امنيتي حوزې امنيتي راپور اېستل کيږي؛ 

۸- د هرې امنيتي حوزې اړوند د کوچينو او لويو مجرمينو نوملړ چمتو او د حوزو امرينو ته ورکړل شوی دی؛ 

۹- هغه دولتي کارمندان چې له جنايت کوونکو سره يې لاس درلود، د خلکو د شکايتونو پر اساس نېول شوي دي؛ 

۱۰- امنيتي ځواکونه د افغانستان وياړ دی او هېڅ بې اړتيا تغير او تبديل به په کې رامنځ ته نه شي؛ 

۱۱- استخباراتي ماموريت کوڅه په کوڅه او سرای په سرای پيل شوی دی.