نن يې له شاه محمود قريشي سره کتلي؛ حکمتيار به درې ورځې پاکستان کې وي او له عمران خان سره به هم وګوري 

روهي (دوه نۍ/۲۸ د تلې)، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار نن ورځ په يو رسمي سفر اسلام اباد ت لاړ. د اسلام اباد په هوايي ډګر کې يو شمېر پاکستاني مقاومات د نوموړي هرکلي ته ورغلي وو. 

ويل شوي دي چې ګلبدين حکمتيار نن ورځ د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او يو شمېر نورو چارواکو سر کتلي دي. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د پاکستان لومړي وزير عمران خان او ولسمشر عارف علوي سره وګوري. 

ګلبدين حکمتيار د حامد کرزي په نړيوالو هوايي ډګر کې رسنيو ته ويلي دي چې د سولې پيغام سره پاکستان ته ځي. له نوموړي سره په دې سفر کې د حزب اسلامي ځيني لوړپوړي کسان شامل دي.