دفاع وزارت: د کلا بندو سرتېرو ژغورنې لپاره عملیات وشول

د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځانګړو ځواکونو یې د میدان وردګو جلرېز ولسوالۍ کې د کلا بندو سرتېرو د ژغورنې لپاره عملیات کړي.
 
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د تېرې شپې دغو عملیاتو کې طالبان د ملي اردو د پوستې له شااوخوا په شا شوي او هلته ټپي شوي سرتېري روغتونونو ته انتقال شوي دي.
دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جلرېز کې یې سرتېرو ته تجهیزات او خوراکي مواد رسولي دي.
 
پرون د جلرېز په اشرو کمپ سیمه کې د ملي اردو یوه ځایي مسؤل یوې وېډیو کې چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې وه، وویل له څلور ورځو راهیسې طالبانو کلابند کړي او مرستې نه‌ورسره کېږي.
 
دفاع وزارت ویلي، دغلته بېګنیو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو لا د جلرېز د جګړې په اړه څه نه‌دي ویلي.