په دې ډول د نوکانو د ماتېدو مخنیوی وکړئ!

ډېر کسان له دې ځوریږي، چې نوکان یې ماتېږي. نوکان د ښځو د ښایست او ښکلا یوه برخه ده، دا چې څنګه او څه ډول د نوکانو د ماتېدو مخنیوی وکړو او خپل نوکان له ماتېدو وژغورو په دې اړه لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ. 

د نوکانو د ماتېدو د مخنیوي له پاره بېلا بېلې لارې او طریقې شته، چې یوه له هغو لارو او طریقو څخه د هګۍ د پوستکو او لیمو د اوبو ګډ شوی ترکیب دی.
 
د دې مخلوط د جوړیدو له پاره اړینه ده، چې د څو دانو هګیو پوستکي میده کړئ، په داسې ډول چې لکه پودر او یا اوړو غوندې شی، وروسته له هغې دوه  کاشوغې د هګۍ د پوستکي پوډر له یوه اندازه د لیمو اوبو سره ګډ کړئ. چې محلول مو باید داسې یو شکل ولري، چې نوکان مو په کې لامده شي. په دې محلول کې خپلې ګوتې ۱۵ یا ۲۰ دقیقې ونیسئ، وروسته له ۱۵ دقیقو څخه خپل لاسونه ومینخئ. دا کار هر شپه مخکې له ویده کېدو څخه تر سره کړئ. دا چاره له دې سره مرسته کوی، چې ستاسې نوکان کلک شي او له ماتېدو څخه و ژغورل شي. 

د بلال د دانو او شېدو ترکیب هم ستاسې د نوکانو د ماتېدو مخننیوی کوي. د دې کار له پاره د بلال دانې ښې میده کړئ او بیا یې له شېدو سره ګډې کړئ؛ د بلال د دانو او شېدو دا ترکیب د ۱۵ دقیقو له پاره په خپلو نوکانو کښېږدئ. دا هم ستاسې  نوکان له ماتېدو څخه ژغوري.