شین چای هره ورځ څښل دا ګټې لري

شین چای یو طبیعی څښاک دی، چې سلګونه کاله کېږي، چې په سنتي طب کې د چینی درملو په حیث  پېژندال شوي.

 د دې څښاکو څښل لومړي د اسیا په قاره کې ډېر دود درلود او اوس یې د نړۍ په هر ګوټ کې کاروي. شین چای د نورو چایونو خلاف د تخمیر په واسطه لاس ته نه راځي. چې له دې امله یې ټول انتی اکسیدا او پلي فنولونه ساتل کېږي. 
نو د دې ګیاه هره ورځ څښل له ذهن څخه لیرې نه دي. په شین چې کې موجود انتی اکسیدان د وزن د کموالي او همدارنګه د سرطان د مخنیوي له پاره هم ګټه لري. چې دې ته ورته نوررې ګټې هم لري. 

هره ورځ چای څښل د وزن د کموالي لامل کېږي: 
 
په شین چای د کې د پلی فنول لوړ غلظت په بدن کې د متابولیسم د کچې د لوړوالي او وزن د کموالي لامل کېږي. 
دا ماده د مصرف شوې انرژي د انتی اکسیدان د زیاتوالي لامل کېږي. سر بېره پر دې د دې وړتیا لري، چې بدن تر خپلې اغېزې لاندې راولي تر څو کالري د غوړیو په حیث جذب نه کړي. 

پر شکر یا دیابت ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوی کوي:

 
په چای کې موجود انتی اکسیدان د کلوکوز د سطحې په کنترول کې مرسته کوي او په لومړي او دوهم ډول شکر د اخته کېدو مخنیوی کوي. که هره ورځ وروسته له ډودۍ خوړلو څخه شین چای وڅښئ په وینه کې د قندونو د کنترول لامل کېږي.
 سربېره پر دې دا ډول څښاک نه پریږدي، چې په وینه کې قندونه د غوړیو په ډول ذخیره شي. 
 
د زړه د عروقي سیستم له ناروغۍ څخه مو ژغوري: 
 
د ورځې د یوه کوچني ګیلاس چای څښل د دې لامل کېږي، چې تاسې له بېلا بېلو د زړه عروقي ناروغۍ څخه و ژغوري.
 د بېلګې په دول  کلسترول د ګچې لوړوالی او ګډېدل او د وینې په جریان کې ګډوډي په احتماالي ډول د دې ناروغیو لامل کېږي. په چای کې شته انتی اکسیدان د دې لامل کېږي، چې د وینې له لخته کېدو څخه مخنیوی وکړي او د وینې شریانونه پاک کړي.
 
 سربېره پر دې دا مواد په وینه کې د اضافي لیپید د کنترول لامل هم کېږي. ډېری متخصصان د دې ادعا لري، چې په چای کې موجود فعال انتی اکسیدان د زړه  د حملې او سکتې د کموالي لامل کېږي. 

د سترګو د ستونزو د کموالي لامل کېږي: 
شین چای سربېره د پلی فنولونو په درلودو د ویټامین Cویتامین A او زائاګزاتین موادو لرونکی دی، چې د سترګو د مختلفو برخو په واسطه جذبېږي. چې د سترګو د بېلا بېلو ناروغیو مخنیوی کوي.