د مخ لکه او خالونه په دې ډول له منځه یوسئ!

د ډېر کسانو مخ لکه لري او یا یې هم پر مخ توریا ژیړ رنګه خالونه وي، چې دا د دوی د پوستکي د بدرنګۍ لامل شوي او دا کسان د دې ستونزې له امله ډېر ځوریږي، خو په دې نه پوهېږي چې دا ستونزه دومره د تشویش وړ نه ده او په اسانه طریقه یې درملنه کېدای شي. دا چې څه ډول دا ستونزه له منځه یوسئ، تر څو یو شفاف پوستکی ولرئ، په دې ځای کې یې ولولئ او له دې ستونزې څخه ځان و ژغورئ. 

د الورا د پاڼې څو قطرې ژل یا اوبه ستاسې د پوستکي د لکو د ورکېدو لامل کېږي: 
الورا هغه څه ده، چې ستاسې د پوستکي د روښانه کېدو او صافېدو لامل کېږي. د هغو کسانو پر مخ چې لکه وي؛ هغوی دې له الورا څخه ګټه واخلي. د الورا په پاڼه کې موجود ژل یا اوبه له څو قطرو د لیمو له اوبو سره یو ځای کړئ او بیا یې پر مخ و وهئ او د څو دقیقو له پاره مخ ته مساج ورکړئ، هڅه وکړئ چې د شپې له خوا څخه یې و کاروئ او سهار یې و مینځئ. د لیمو اوبه مهمې دي، دا باید په کې  وي.

الورا د انتی باکتریا او التهاب ضد خاصیت لري، ځکه چې ګیبرلین او اکسین لري او دا د لکو په ورکېدو کې مرسته کوي. سربېره پر دې الور د پولي سکراید لرونکی هم دی، چې  نويي سلولونه د رشد له پاره تحریکوي، چې دا د لکو د زیاتووالي مخه نیسي. 

پاملرنه: کېدای شي د لیمو په کارونې سره ستاسې حساسیت له لمر سره زیات شي، نو کله چې پوهېدئ له لمر سره په تماس کې کېږئ، هڅه وکړئ، چې د لمر ضد کریم و کاروئ. 

د مخ خالونه څه ډول له منځ یوسو؟ 
د هغو کسانو له پاره چې پر مخ یې خاالونه دي، دا وړاندیز کېږي، چې له الورا څخه د خالونو په له منځه وړلو کې کار واخلي. د الورا په پاڼو کې پولي سکریدونه د خالونو په له منځ وړلو کې مرسته کوي او سره له دې الورا د پوستکي د نوو سلولونو په تولید کې هم مرسته کوي. په دې ډول له الورا څخه ګټه واخلئ. 

د الورا له پاڼې څخه ژل یا اوبه را وباسئ او بیا یې په هغو خالونو و وهئ، د یوې شپې له پاره یې پر مخ پریږدئ سهار یې باید خامخا و مینځئ. دا کار څو اوونۍ تر سره کړئ تر څو مثبته پایله تر لاسه کړئ.