ځینې کسان ولې؟ پرته له کوم لامله د ستړیا احساس کوي؟

ځینې کسان تل په ژوند کې ستړی او ناراحته وي، له ګنګسوالي، سر درد او د ځان له درد سره مخ وي، خپلو ورځنیو کارونو ته یې زړه نه کېږي، تل یې زړه غواړي، چې ویده شي، د دوی خوب هېڅ نه پوره کېږی، چې ډېری کسان دا ستونزې د بې خوبۍ له امله ګڼي. تل دا ستوزې د بې خوبۍ له امله نه را منځته کېږي. که په ۲۴ ساعتونو کې له ۶ تر ۸ ساعتونو پورې خوب وکړئ، په پوره ډول ستاسې انرژی پوره کوي او پوره خوب دی. دا ستونزې تل عادي مه ګڼئ، ځکه کېدای شي، چې دا یوه ناروغي وي او د دې ستونزې له پاره ډاکټر ته ضرورت ولرئ.  دا چې د دې ستونزو لاملونه څه دي او ولې یو انسان له دې حالت سره مخ کېږي، لاملونه یې په دې ځای کې ولولئ. 

۱ـ د وینې کموالی: 
یو لامل چې له امله یې تاسې له دې حالت سره مخ کېږئ؛ هغه د وینې کموالی دی، کله چې په وجود کې د وینې جذب کوونکي هورمونونه کم شي، د دې لامل کېږی، چې وجود مو په سم ډول اکسیجن جذب نه کړي او د اکسیجن سم نه اخیستل ستاسې د ستړیا لامل کېږي.د وینې کموالی ډېر وخت ارثي وي، خو ډېری وخت یې لامل ناسم خواړه وي، ځینې کسان داسې خواړه خوري، چې هغه خوراکي توکي اوسپنه نه لري، چې دا په وجود کې د وینې د کموالي لامل کېږي. کله مو چې په وجود کې دا نښې ولیدل شوې پوه شئ، چې د وینې له کموالي سره مخ یاستئ. 

سردرد
ګنګسوالی
بې خوبي 
د ټول وجود درد
دا هغه لاملونه دي، چې یوه انسان د وینې د کموالي له امله ورسره مخ کېږي. 
۲ـ ژور خپګان: که ستاسې خپګان له دوه اوونۍ څخه زیات شي، په دې پوه شئ، چې تاسې له ژور خپګان سره مخ یاستئ. که په یو چا کې دا نښې ولیدل شي له ژور خپګان سره مخ دي: 
ستړیا 
د خوب ګډوډي
د عضلاتو درد
ناهیلی
دومداره خپګان
ورځینو کارونو او فعالیتونو ته زړه نه کېدل
د اشتها کموالی

دا هغه لاملونه دي، چې یو کس د ژور خپګان له امله ورسره مخ کېږي، کله چې یو کس له دې حالت سره مخ وي باید یو روان پوه ته ورشي او د خپلې دې ستونزې درملنه وکړي. دا هغه ناروغي ده، چې ډېری کسان ورسره مخ کېږي. 

۳ـ سپورټ نه کول: 
بل لامل چې په یوه انسان کې د دومداره ستړیا لامل کېږي، هغه د ورزش نه کول دي. هغه کسان چې ورزش نه کوي، وجود یې په سم ډول فعالیت نه شي کوی او له دومداره ستړیا سره مخ کېږي. هغه کسان چې د ورځې نیم ساعت ورزش کوي، دا ورزش یې د دې لامل کېږي، چې په وجود کې یې نوې مایتوکاندریا تولید شي او د دوی د ورځنیو فعالیتونو د چټکتیا لامل کېږي.