صالح د کابل غلو پسې راخېستې ده؛ د واټس اپ شمېرې يې شريک کړې چې د غلو انځورونه او مالومات ورته ولېږئ 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح تېره ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې ولېکل چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مستقيمې لارښوونې د يو څو اوونيو لپاره د کابل ښار امنيتي چارې پر خپلې غاړې اخلي. 

نوموړي په يو تازه فېسبوک پوسټ کې د واټس آپ دوه شمېرې شريکې کړې دي او له خلکو يې غوښتي دي چې د دغه شمېرو له لارې د وسله والو غلو، خپلسرو، قانون ماتونکو، جنايت کوونکو او نورو بې قانونه کسانو انځورنه او په اړه يې مالومات ورته ولېږي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال له خلکو غوښتي دي چې د واټس آپ دغه (93730100900
---- 93730600700) شمېرو ته يوازې په لېکلې بڼه مالومات شريک کړي؛ زنګ وهل او يا هم غږيز پيغام لېږل له پامه غورځول کيږي. 

نوموړي مجرمينو ته خبرداری ورکړی دی چې يوازې دوه ټاکنې لري، انسان کېدل او يا هم د زندانو تمبو شاته ولېدل.