د هلمند والي یاسین خان: طالبانو تهنا نه وو؛ بهرني جنګيالي ور سره وو

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د تلې)، هلمند والي یاسین خان وايي چې پر هلمند د طالبانو بريدونه د بهرنيو جنګياليو پر ملاتړ شوي دي. یاسین خان ويلي دي چې د طالب جنګياليو په منځ کې بهرني کسان هم وو. 

ياسين ويلي دي چې د طالبانو ترمنځ د القاعده ډلې، جیش محمد او لښکر طيبه جنګيالي او د منځنۍ اسيا يو شمېر ډلو کسانو شتون درلود. په ورته وخت کې د طالبانو وياند پر لښکرګاه ښار د دوی په بريد کې د هر ډول بهرنيو جنګياليو شتون رد کړی دی. 

هلمند کې د کومت او طالبانو ترمنځ نښته کې دواړه خواوو ته تلفات اوښتي دي او په زرګونه کورنۍ د ناامنيو له امله د خبلو استوګن ځايونو پرېښودو ته اړ شوي ډي. 

د هلمند د امنيتي وضعيت د ارزولو په موخه د ملي دفاع چارسمبال وزير اسدالله خالد او د پوځ لوی درستيز سترجنرال ياسين ضياء هم هلمند ته تللي. 

اسدالله خالد هيله ښوودلې ده چې ډېر ژر به هلمند کې امنيتي وضعيت عادي حالت ته راشي. د يادونې ده چې نن ورځ کابل کې ولسمشر غني او لومړي مرستيال امرالله صالح هلمند کې د افغان پوځ وژل شويو سرتيرو ته د درناوي مراسم تر سره کړل.