څه ډول په ځان باور کول زده کړو؟

موږ د خپل ژوند د خوشحالیو او بریاوو له پاره په ځان باور کولو ته اړتیا لرو. د دې له پاره چې په ژوند کې بریا تر لاسه کړو اړ یو چې په ځان باور کول زده کړو او په خپل نفس باور ولرو. ډېری کسان تل له ناکامیوو سره له همدې امله مخ وي چې دوی په ځان باور نه لري، دا چې څه ډول له دې ستونزې ځان و ژغورو او څه ډول په ځان باور وکړو او څه باید وکړو، چې په ځان د باور کولو وړتیا مو زیاته شي؟ په دې لیکنه کې په ځان باور کول زده کړئ اودا  ټکي په نظر کې ونیسئ. 
په ځان د باور کولو لارې: 

فکر مو ارامه کړئ: 
که په ځان باور نه لرئ او تل ناراحته او عصبي یاستئ، لومړی فکر کول بند کړئ او بیا د لمونځ، ورزش او یا کوم بل څه په واسطه خپل زړه او فکر ارامه کړئ. 

په سم ډول ځان و پېژنئ: 
په سم ډول د ځان پېژندل په دې مانا چې د ځان په اړه سم فکر وکړئ؛ چې کوم استعداد لرئ، کوم کارونه کولای شئ، حتی هغه کوچني کارونه مو  چې په ژوند کې کړي خپل ذهن ته یې راولای او ځان په دې باوري کړئ، چې وړتیا لرئ او کولای  شئ چې بریا ته ورسېږئ. ستاسې ملګري چې ستاسې کوم کارونه خوښوي او د هغو کارونو ستاینه مو کوي او درته وایي چې دا کار کولای شئ، د هغو په اړه فکر وکړئ کېدای شئ په ډېرو یې باور وکړئ. 

د ځان د کمزورتیا ټکي مو و پېژنئ: 
د ځان د کمزورتیا ټکي مو و پېژنئ او د هغو د له منځه وړلو له پاره هڅه وکړئ. که مو دا کار نه شوای کولای ترې تېر شئ او یا یې هم له ځینې لارو څخه  جبران کړئ. لکه کله چې تاسې یوه جسمي، مور زادي او یا وراثتي ستونزه لرئ هڅه وکړئ، چې هغه د علم او هنر په واسطه له منځه یوسئ تر څو ستاسې هغې نیمګړتیا ته د چا فکر نه شي. 

هغه کارونه مو چې په ښه ډول کړي د هغو په اړه فکر وکړئ: 
کېدای شي دا کار په لومړیو کې درته بې مانا وي؛ خو وروسته ستاسې د ژوند کوچنۍ بریاوې کېدای شي، چې ستاسې په ځان باور کول زیاد کړي. کېدای شي ځینې کسان داسې فکر وکړي، چې ما په ژوند کې داسې کوم کار او فعالیت نه دی کړی، چې ذهن ته یې راوړم، دا خبر ه ریښتیا نه ده، ستاسې روزمره کارونه در یاد کړئ دا هم یو فعالیت دی. لکه د امتحان له پاره درس ویل او په امتحان کې کامیابېدل، په ورزشي تیم کې شاملېدل، د ورځې کارونه په سم ډول ترسره کول له نورو سره مرسته کول او داسې نور فعالیتونه. 

هغه کارونه چې تاسې په کې وړتیا لرئ هغه وکړئ: 
هغه کارونه چې تاسې په کې وړتیا او لیاقت لرئ، هغه کارونه وکړئ؛ تر څو دا درته څرګنده شي، چې وړتیا لرئ او د بریا احساس وکړئ. دا مهمه نه ده، چې تاسې په کوم کار کې مهارت لرئ، مهمه دا ده، تاسې پوه شئ وړتیا لرئ که هغه خیاطي وي که پخلی وي یا هم نجاري او یا کوم بل څه چې ستاسې وړتیا درته څرګنده کړي او په ځان باور کول مو زیات شي.