د انجیر د خوړلو ګټې و پېژنئ!!

دا چې انجیر له پخوا نه د درملو او خوراکې موادو په توګه کارول کېږي؛ د دې میوې خوړل روغتییا ته ډېره ګټه لري او په وجود کې د بېلا بېلو ناروغیو مخنیوی کوي. دا میوه په تازه ډول کارول کېږي او هم یې وچه د ګټې اخیستنې وړ ده او تل یې په هر ځای کې پیدا کوی شو. دا چې د انجیر د خوړلو ګټې څه دي او له کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي، په دې لیکنه کې یې پاه اړه معلومات تر لاسه کړئ. 

د سرطان ضد خاصیت لري: 
انجیر په سنتي طب کې ډېر شهرت لري او د بېلا بېلو ناروغیو د درملنې له پاره کارول کېږي، چې له هغې جملې څخه د سرطان د ناروغۍ د درملنې له پاره هم کارول کېږي. د بېلګې په ډول کومه څېړنه چې د چین د درملو جوړولو په پوهنتون کې وشوه، هغې څېړنې ښودلې ده، چې په انجیرو کې ځینې عناصر د بېلا بېلو سرطاني سلولونو له پاره ګټه لري. 

سره له له دې چې په دې برخه کې ډېرو څېړنو ته اړتیا ده، خو تر اوسه چې کومې پایلې لاس ته راغلي دا څېړونکي دې ته هڅوي، چې په دې برخه کې لا زیاتې څېړنې وکړي او د انجیر د بیواکتیو خاصیت په درلودلو سره دا میوه د ډېرو ناروغۍ د درملنې له پاره خلک تشویقوي. 

د دیابت یا شکر د درملنې له پاره: 
یوازې انجیر د درملو په حیث نه کارول کېږي، بلکې د انجیرو پاڼې هم د درملو په حیث کارول کېږي. د انجیر پاڼې د شکر د ناروغې له پاره د درملو په حیث کارول کېږي. 

هغه څېړنه چې په ۲۰۱۶ ام کال کې د انجیرو د خواصو په اړه پر موږکو وشوه په هغې څېړنه کې دا څرګنده شوه، چې د انجیر د ونې په پاڼو کې چې کوم فیکوسین دي، هغه د انسولینو د حساسیت له پاره ښه دي او د شکر د ناروغۍ ضد درمل دي. پر دې سربېره کومه څېړنه چې په ۲۰۰۳ یم کال کې شوې، په هغې څېړنې کې دا څرګنده شوې، چې د انجیر د ونې په پاڼو کې شته ویتامین E په وینه کې د غوړیو د اندازې په برابرولو له شکر ناروغۍ څخه مخنیوی کوي. 

په دې اړه چې  ایا انجیر یا د انجیر پاڼې په کلي ډول کولای شئ، چې ستاسې د شکر د ناروغۍ درملنه وکړي، په دې اړه له ډاکټر سره مشوره وکړئ. 

دا په یاد ولرئ، چې د انجیر نور خواړه  په وینه کې د غوړیو د کنترول او یا شکر د ناروغۍ مخننیوی نه شي کوی.