په کومو حالتونو کې باید شین چای و نه څښو؟

هر خوراک او څښاک پر ګټې سربېره زیان هم لری، چای هم د ګټو تر څنګ زیان هم لري او له حده زیات څښل یې د ځینو ناروغیو لامل کېږي. دا چې څه وخت باید شین چای ونه څښو او په کومه اندازه چای باید هره ورځ وڅښو تر څو له زیان سره یې مخ نه شو په دې ځای کې ولولئ. 
دې ټکي ته باید پام وکړو، چې په ځینې وختونو کې باید د شین چای له څښلو څخه پرهیز وکړو. شین چای باید هره ورځ له دوه ګیلسو څخه ډېر و نه څښل شي؛ ځکه چې له دې څخه زیات څښل یې پر روغتیا منفي اغېزې لري او کېدای شي د سردرد، عصبانیت، اسهال، عمیق خوب، ګیچوالی، د زړه د ضربان زیاتوالی او په یوه انسان کې د ګنګسوالي لامل شي. 

دا هم په یاد ولرئ، چې د درملو د خوړلو په وخت کې له چای څښلو څخه پرهیز وکړئ، ځکه په چای کې چې کوم کافئین دي، هغه د نورو ناروغیو لامل کېږي، نو د دې له پاره درمل له چای سره نه بلکې له اوبو سره و خورئ. 

سربېره پر دې ځینې متخصصان دا وړاندیز لري، چې امیداواره او یا هغه میرمنې چې ماشوم ته شېدې ورکوي، هم باید د چای له څښلو څخه پرهیز وکړي. ځکه د چای منفی اغېزې کېدای شي، چې پر کوچني هم اغېزې وکړي. 

هغه کسان چې د وینې له کموالي سره مخ دي او یا هم  د وینې لوړ فشار لري هم باید د چای له څښلو څخه پرهیز وکړي. که په دې حالت کې غواړئ، چې شین چای و څښئ په کمه اندازه یې وڅښئ او د ډاکټر په مشوره یې و څښئ. 

د شین چای په سم ډول کارول د دې لامل کېږي، چې ستاسې له پار ګتور تمام شي او که یې په سم ډول و نه کاروئ ستاسې له پاره زیانمن هم تمامېدای شي. ډېری کسان د وزن د کموالی له پاره ډېر چای څښی، خو دې ته متوجه نه دي، چې د چای زیات کارول کېدای شي، د ناروغیو لامل شی. 
دا مه هېروئ چې په ورځ کې باید له دوه ګیلاسو څخه زیات چای و نه څښئ. د دې مادې په سم ډول کارول د دې لامل کېږی، چې ستاسې روغتیا ته ګټه ورسوي او ګټې یې و وینئ.