که ویښته مو له حده زیات غوړ وي په دې ډول یې درملنه وکړئ

د ویښتو او یا د سر د پوستکي له حده زیات غوړوالی د دې لامل کېږي، چې ویښته توې شي، د سر د بخار لامل شي او یا هم د ویښتو د پخو او یا سبوسک لامل شي، چې دا د ویښتو له پاره یوه لویه ستونزه ده. دا چې خپل ویښته له دې ستونزې څخه وژغورو څه باید وکړو چې دا ستونزه له منځه ولاړه شي؟ دا ستونزه په کور کې په اسانه ډول له منځه وړلی شو. د الورا د پاڼې څو قطرې اوبه د دې لامل کېږي، چې له دې ستونزې څخه و ژغورل شو. 

الورا د ویښتو د ساتنې له پاره یوه ګټوره طبیعي ګیاه ده، د الورا په پاڼه کې د هغه پاکوونکي انزایمونه ستاسې د ویښتو له پاره ډېر ګټور دي او ستاسې د ویښتو ریښه تغذیه کوي. په سر کې د ډېر غوړیو د ترشح مخه هم نیسي. سربېره پر دې د دې ګیاه ارام ورکونکی او نرم خاصیت ستاسې د ویښتو د ښه والي لامل کېږي. په ټوله کې ویلی شو چې الورا د ویښتو له پاره یوه ګټوره ګیاه ده، چې د ویښتو په ښه والي او د سر د غوړو په له منځه وړلو کې مرسته کوي او ویښتو ته ښکلا ور بخښي. 

له بلې خوا لیمو هم د هغو ترکاریو له ډلې څخه ده، چې د سر د پوستکي د غوړیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. کله چې د لیمو اوبه د الورا له ژل سره یو ځای شی امولسیوني جوړوي، چې دا د ویښتو د اضافه غوړیو په له منځه وړلو کې له تاسې سره مرسته کوي او د دې لامل کېږي چې له غوړیو پرته پاک ویښته ولرئ. 

د دې مادې د کارونې له پاره لاندې کړنلاره ترسره کړئ. 
د الورا ژل یا اوبه یوه کاشوغه ( د ډودۍ خوړلو) کاشوغه

ژباړه: شبانه پوپلزۍدا دواړه په سم ډول سره ګډ کړئ او بیا یې د سر په پوستکي او ویښتو ووهئ او بیا د خپلو ویښتو او سر د پټولو له پاره یوه خولۍ پر سر کړئ. د لس دقیقو له پاره یې په خپلو ویښتو پریږدئ او وروسته له لس دقیقو څخه یې په ورځنۍ شامپو سره و مینځئ. 

سربېره پر دې تاسې کولای شئ، چې الویرا له ورځنۍ شامپو سره یو ځای کړئ او بیا خپل سر پرې و مینځئ دا د دې لامل کېږي؛ چې ستاسې ویښته نرم او ښکلي او غوړي یې هم له منځه ولاړ شي.