ولې چوپ ياست؟ آيا په لامل يې پوهېږئ؟ 

ځینې کسان به مو لیدلي وي، چې تل په ژوند کې چپ وي، دوی نه کله شکایت کوي او نه څه وایي. د خوښۍ په وخت کې د دوی خوشحالي هم دومره نه معلومېږي. بس تل چپ او په خپلو فکرونو کې ډوب وي، که څوک ورسره بدي هم وکړي، دوی یې د بدۍ په مقابل کې څه نه وایي. دا چې دا کسان ولې دا حالت لري او د دوی د چوپتیا لامل څه دی په دې اړه به خپل نظریات وړاندې کړم. 

تر کوم ځایه چې ما لیدلي هغه کسان تل چپ وي او څه نه وایي؛ چې دوی په ژوند کې ډېر درد لیدلی وي. د دوی چوپتیا د دوی د ځوریدو او درد ښکارندویي کوي. دوی د ژوند نا خوالو دومره دردولي؛ چې نوره د خبرو کولو او څه ویلو حوصله نه لري. دومره دردیدلي چې نوره ګیله هم نه شي کوی. نورې د دوی ګیلې ختمې شوي او اوښکې یې وچې  شوي دي، ځکه دا حالت لري او څه نه وایي. 

د دوي د هرې چوپتیا شاه ته یو لوی درد پروت دی. دوی ځکه د چا د بدۍ ځواب نه وایي، چې بدۍ یې حوصله ور ختمه کړې او نوره حوصله نه لري. دا هغه کسان دي، چې له حده زیات په ژوند کې دردیدلي او دې درد او غم یې ژوند ته دا چوپتیا را وستې. 

دوی دې غم او درد داسې یوه حالت ته رسولي، چې غم او خوشحالي، نیکي او بدي هر څه ورته په ژوند کې بې تفاوته دي. 

کله چې تاسې په ژوند کې له داسې کسانو سره مخ کېږئ؛ د دې هڅه مه کوئ، چې دوی ته نور درد هم ورکړئ او یا دوی ریشخند کړئ. هڅه وکړئ، چې د دوی په دې چوپتیا ځان پوه کړئ، د زړه ټولو ګیلو ته یې غوږ و نیسئ او هغه کس له دې ناوړه حالت څخه وباسئ. 

زموږ د ټولنې د خلکو دا یو بد عادت دی، کله چې له داسې کسانو سره مخ شي؛ پرته له دې چې فکر وکړي او د هغه په حالت ځان پوه کړي. د دې چوپتیا او بد حالت لامل یې وپوښتي هغه ریشخند کوي او یا سل خبرې نورې ورپسې کوي؛ چې دا عمل یې په حالت نور هم بده اغېزه کوي.پرته له دې چې د یو چا په حالت پوه شئ؛ د هغه په اړه پریکړه مه کوئ. که له داسې کسانو سره مرسته نه شئ کوی او په حالت یې نه شئ پوهېدی؛ زیان هم ورته رسوئ. دوی پسې بې ځایه خبرې مه کوئ او مه یې ریشخند کوئ. هڅه وکړئ، چې د نورو روغو انسانانو په څېر دوی ته هم درنښت ورکړئ.