د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هند ته ځي

هندي رسني وايي، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس به هند ته په خپل سفر کې له هندي چارواکو د افغان د سولې په برخه کې د هر اړخیزې مرستې غوښتنه وکړي.
 

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پاکستان څخه له راستنېدو ۶ ورځې وروسته، د اکټوبر په شپږمه نېټه هندوستان ته ځي.
 

انډیا ټوډې ورځپاڼه لیکي، ښاغلی عبدالله به د دې سفر په ترڅ کې له صدراعظم نریندرا مودي سره وګوري او د افغانستان د سولې په برخه کې به د هند هر اړخیزه مرسته وغواړي.
 

که څه هم پاکستان او هند په سیمه کې دوه سرسخته مخالفان بلل کېږي او د دې تر څنګ یې د افغانستان د سولې په اړه دریځونه هم یو شان نه‌دي، خو د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دې سفرونو موخه د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا او د دې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو لېرې کول دي.
 

د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد هم پدې اړه رسنیو ته ویلي، چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر به هند ته له سفر وروسته، ایران، ازبکستان او چین ته هم سفر ولري.