ملي دفاع وزارت: سيمه ييز پوليس په سيمه ييز پوځ کې دننه کوو 

روهي (جمعه/۱۱ د تلې)، د هېواد ملي دفاع وزارت وايي چې په سيمه ييزه اردو يا سيمه ييز پوځ کې يې د سيمه ييزو پوليسو د ادغام بهير پيل کړی دی. 

طلوع نيوز د ملي دفاع وزارت د مرستيال وياند فواد امان د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي، چې په سيمه ييزه اردو کې د محي پوليسو د ادغام بهير پيل شوی دی، هغه کسان چې وړ وي جذب به شي او وروسته به زدکړې او تمرين ورکړل شي. 

افغانستان کې د نوې ادارې په منځ ته راتګ سره څلور کاله وروسته افغان حکومت د ملي پوليسو او ملي پوځ ترڅنګ په لېرې پرتو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو په نوم جوړښت رامنځ ته کړ. 

تر اوسه د سيمه ييزو پوليسو په اړه شکايت دا دی چې د سيمه ييزو زورواکونو تر اغېز لاندې دي؛ زده کړې او مسلکي روزنې نه لري چې ځيني وخت د ولسي وګړو د ځورونې سبب کيږي.